به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو کمېټې مشر، جنرال ساحر شمشاد مرزا ویلي دي چې پاکستان له هند سره وروستي ۴۸ ساعته کړکېچ په پوره توګه په خپلو وړتیاوو او په خپلواکه توګه حل کړی او هېڅ بهرنۍ مرسته یې نه ده اخیستې.
جنرال مرزا دا خبره د سنګاپور په شانګریلا خبرو اترو کښې د بي بي سي امنیتي خبریال فرانک ګارډنر سره په مرکه کښې کړې ده. هغه د چینایي سپوږمکۍ (سیټلایټ) ملاتړ په اړه پوښتنو ته ځواب ورکاوه.
جنرال مرزا وویل چي هغه وسایل چې مونږ کارولي وو. د هند له وسایلو سره پرتله کیدونکي دي. مونږ ځینې تجهیزات له نورو هېوادونو څخه اخیستي دي. خو په رښتیني وخت کښې مو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. مونږ یوازې د پاکستان پر خپلو داخلي وړتیاوو تکیه کړې ده.
جنرال مرزا د جګړو په نوعیت کښې یو مهم بدلون په ګوته کړ. پخوا به نښتې یوازې په لانجمنو سیمو پورې محدودې وې او هېڅکله به نړیوالو پولو ته نه رسېدې. خو دا ځل کړکېچ د پولې ته نږدې ښاري سیمو کښې متمرکز و او د پولې په اوږدو کښې نسبتاً ارامي وه.
هغه خبرداری ورکړ چې دا بدلون جدي پایلې لري. هغه وویل چي د هرې جګړې د بشپړې جګړې ته د اوښتلو لپاره اړین وخت او توجیه په ډراماټیک ډول کمه شوې ده. هغه زیاته کړه چي راتلونکې شخړې به په ځانګړو سیمو پورې محدودې نه وي. بلکې پر ټول هند او ټول پاکستان به اغیزه وکړي. چې د ۱.۵ میلیارده خلکو پر سوداګرۍ، پانګونې او پرمختیايي اړتیاوو به اغیز وکړي.
جنرال مرزا پرته له ډي جي ايم او هاټ لاین څخه د پاکستان او هند ترمنځ د شخړو د حل یا کمولو لپاره د اغیزمنو میکانیزمونو د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه. دا هاټ لاین چې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو عمومي رییسان نښلوي. هره ورځ د اړیکو اسانتیا برابروي او په بیړنیو حالاتو کښې سمدستي اړیکه ډاډمنوي.
هغه ټینګار وکړ چي دا یوازینی میکانیزم دی. هغه وویل چي یوازې یو سیسټم، چې د دومره لوی بحران لپاره ناکافي دی او له داسې یو ملت سره مخامخ کیدل چې افراطي مشرتابه لري او تر نړیوالې پولې پورې د غیر مسؤلانه کړنو ترسره کولو ته لیواله ده. د نړیوالې مداخلې لپاره وخت لپاره لکه دا ځل چې د امریکا او نورو هېوادونو لخوا ولیدل شو. په ډراماتیک ډول کم شوی دی. هغه اشاره وکړه چې د قوي شخړو د حل میکانیزمونو نشتوالی، د چټک زیاتوالي احتمال سره یوځای یو ډیر بې ثباته حالت رامینځته کوي.

نور ولولئ