د هند او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي تاو تریخوالي له امله ښایي چي ډېر ژر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شي. یونان، چې اوس مهال د شورا دوره مشري په غاړه لري. هغه څرګنده کړې ده چې دا ډول غونډه به ډېر ژر ترسره شي.
دا په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان د سفیر عاصم افتخار احمد له هغو څرګندونو وروسته ده. چې تایید یې کړه چې امنیت شورا ته د دې موضوع رسول د پاکستان لپاره یو انتخاب پاتې دی.
سفیر احمد په ملګرو ملتونو کښې یوې خبري غونډې ته وویل چې د معقولو استخباراتو له مخې داسې ښکاري چې هند د پاکستان په وړاندې د پوځي اقدام نږدې ګواښ لري. چې د وروستي پهلګام برید له امله رامینځته شوی. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان لا دمخه مهم نړیوال اړخونه په شمول د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا غړي د خپلو اندیښنو او دریځ په اړه خبر کړي دي.
هغه د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ځان دفاع لپاره د پاکستان ژمنتیا هم تکرار کړه که چیرې هند دښمني پیل کړي. سفیر احمد په کلکه د ترهګري په غندلو او د پهلګام برید قربانیانو ته د تسلیت په څرګندولو سره، د سند د اوبو تړون د هند لخوا د ځنډولو راپورته شوې پریکړه غیرقانوني او بې ثباته کوونکې وبلله.
په ملګرو ملتونو کښې د یونان سفیر ایوانګلوس سیکیرس د وضعیت جدي ماهیت ومانه او د مخ په زیاتیدونکي تاو تریخوالي په اړه یې خپله اندیښنه څرګنده کړه. که څه هم تر اوسه د امنیت شورا د غونډې لپاره رسمي غوښتنه نده وړاندې شوې چي سیکیرس د خبرو اترو او د تاو تریخوالي کمولو لپاره د داسې غونډې احتمالي رول ته اشاره وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې یونان د نورو لویو غړو هیوادونو سره یوځای له هند او پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د تاو تریخوالي په کمولو او خبرو اترو کښې ښکیل شي ترڅو د وضعیت له کنټرول څخه د وتلو مخه ونیسي. د پهلګام پیښه هم د ترهګرې عمل په توګه وغندل شوه.