د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې پرون سه شنبه په پاکستان کښې د هندي ترهګرو یوې شبکې د فعالیتونو په اړه شواهد خپاره کړل. په دغو شواهدو کښې د هندي پوځ د هغو اوسنیو افسرانو نومونه هم شامل دي چې له ترهګرو سره یې همکاري کوله.
د سه شنبې په ورځ خبري غونډې ته د وینا پر مهال د ISPR مشر احمد شریف چوهدري وویل چې د پاهلګام له پېښې اووه ورځې تېرې شوې. خو هند تر اوسه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ یو ثبوت هم نه دی وړاندې کړی. خو هغه زیاته کړه چې په پاکستان کښې د هند د حکومت په ملاتړ د ترهګرو شبکې په اړه نه منکر کېدونکي شواهد شتون لري.
ډي جي وويل چې د اپريل په ۲۵مه نېټه يو هندي تربيه شوی ترهګر عبدالمجيد د جهلم بس اډې څخه نيول شوی دی. له مجيد څخه ۲.۵ کيلو ګرامه بم، دوه موبايلونه او ۷۰ زره روپۍ هم ترلاسه شوي دي.
پلټنو دا څرګنده کړه چې مجید په خپل کور کښې د هند ساخت یو ډرون او یو میلیون روپۍ لرلې.
ډي جي د نيول شوي ترهګر او د هغه د هندي لارښوونکو ترمنځ د ټیلیفون خبرې او د واټساپ هغه چټونه هم واورول چې پکې تفصیلي اړیکې ښودل شوې وې. هغه یو داسې ویډیو هم وښودله چې په هغې کښې د IED جوړولو طريقه ښودل شوې وه. د ټیلیفون په خبرو کښې مبینه لارښوونکی د ملکي مرګ ژوبلې غوښتنه کوله.
تفصیلاتو ښودلې چې چاودیدونکي توکي به په یوه ځای کښې غورځول کیږي. بیا به هغه ځای له ترهګر سره د هغه چلوونکو لخوا شریک کیږي. وروسته له هغې چې په یوه برید کښې چاودیدونکي توکي وکارول شي. مجید ته به په هند کښې د چلوونکو لخوا پیسې ورکول کیږي، چې په ډیرو مواردو کښې تر ۱۸۰۰۰۰ روپیو پورې وې. لږ تر لږه څلور دا ډول بریدونه تنظیم شوي وو. څلورم برید په جهلم کښې کیدونکی و.کله چې مجید ونیول شو.
په ازاد کشمیر کښې په بېلابېلو سیمو کښې چاودیدونکي توکي غورځول شوي دي، لکه بهمبر او ناداله. په کوټلي کښې یو بوجۍ چې چاودیدونکي توکي پکې وو. مخکې له دې چې ترهګر یې ترلاسه کړي. ده خبره کشف شوه.
ډي جي زیاته کړه چې په پاهلګام برید وروسته ټولو هندي حجرو ته ویل شوي چې په پاکستان کښې خپل بریدونه زیات کړي. هغه زیاته کړه چې څو ورځې وړاندې په وزیرستان کښې د فتنه الخوارج ترټولو لویه جنګي ډله وژل شوې. چې د همدې دولتي ترهګرۍ برخه وه.