د پاکستان او هند تر منځ تاو تریخوالي سره سره د واهګه پوله دوه ورځې پرانیستل شوې ده ترڅو د اوږدې مودې ویزې لرونکي دواړو خواوو ته تګ راتګ وکړي.
د ایکسپریس ټریبیون په یوه راپور کښې ویل شوي دي چي د اوږدې مودې ویزې (LTV) او هندوستان ته د بېرته تګ د اجازې (NORI) ویزې لرونکو ته به د دې لنډمهاله پرانستې له لارې اسانتیاوې ورکړل شي. دا اقدام به هغو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي چې د پولې د وروستي تړل کېدو له امله بند پاتې وو.
راپور زیاتوي چې د دوشنبې په ورځ ۱۳۰ پاکستاني وګړي چې د NORI ویزې یې لرلې. هندوستان ته ننوتل. خو تر اوسه هیڅ هندي وګړي پاکستان ته نه دي ننوتلي او د هغوی راتګ احتمالاً د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ دی.
پاکستان دا اوږدمهاله ویزې هغو هندي وګړو ته ورکوي چې د پاکستاني وګړو سره یې واده کړی او په دغه هېواد کښې د تل لپاره مېشت شوي دي. هند د دې مقصد لپاره پاکستاني وګړو ته د NORI سندونه صادروي.
په هندي کشمیر کښې د پهلګام له برید یوه ورځ وروسته چې ۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول. هند د واګه-اټاري پوله وتړله او پاکستانیانو ته یې لنډمهاله ویزې لغوه کړې. پاکستان هم یوه ورځ وروسته د هندي وګړو لپاره ورته اقدام وکړ. په دې اقداماتو کښې هغه ویزې شاملې وې چې د سوداګرۍ، ګرځندویۍ او طبي موخو لپاره صادرې شوې وې. د پولې له تړل کېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شوي چې ډیری ویزې لرونکي دواړو خواوو ته بند پاتې دي.