| به‌روزرسانی دربارهٔ |11:23

وزیراعظم شهباز شریف خبرداری ورکړی چې پور اخیستل د اقتصادي بحالۍ لپاره پایدار حل نه دی او نړۍ باید د اقلیمي افتونو اغېزمنو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د ګډو هڅو او متقابلې همکارۍ لار خپله کړي.

شهباز شریف دا څرګندونې د ریاض په نهم «فیوچر انویسټمنټ انیشی ایټو» کنفرانس کې د لوړپوړې مباحثې پر مهال وکړې. هغه وویل چې له پرله پسې پورونو سره د هېوادونو اقتصادي ځواک کمزوری کېږي او د پرمختګ مخه نیول کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ:
«که بشریت پرمختګ ته اړتیا لري، باید په ګډ نظر وړاندې لاړ شي. سرچینې، ګټې او ستونزې باید سره شریکې شي او پرمختیا غوښتونکو هېوادونو ته باید نوې ټیکنالوجۍ ورکړل شي، څو د کرنې، صنعت او کارموندنې په برخو کې تولید لوړ کړي.»

پاکستان ـ سعودي اقتصادي همکاري نوې مرحلې ته داخله شوه

دا خبرې په داسې مهال کېږي چې پاکستان او سعودي عرب په ګډو اقتصادي ګټو ولاړ یو نوی «اقتصادي همکارۍ چوکاټ» اعلان کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف او د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان تر لیدنې وروسته وشوه.

د دې چوکاټ له مخې به د انرژۍ، صنعت، کان‌کېندنې، ټیکنالوجۍ، سیاحت، کرنې او د خوړو امنیت په برخو کې د ستراتیژیکو پروژو ارزونه او پلي لومړیتوب ولري. همداراز، اسلام‌اباد او ریاض د برېښنا د تبادلې پروژې او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ څو یادښتونه هم څېړي.

د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ دغه پرمختګ د پاکستان ـ سعودي اړیکو «نوی تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي چې دا به په سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونه کې د دواړو هېوادونو شریک رول پیاوړی کړي.

په کنفرانس کې د اصلاحاتو او اقلیمي ننګونو یادونه

شهباز شریف اعتراف وکړ چې پاکستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډای هېواد دی، خو په تېرو دورو کې سترې تېروتنې شوې دي.
هغه وویل: «مهمه دا ده چې له تېروتنو زده کړو او موږ همدا کوو.»

وزیراعظم د شفافیت د لوړولو لپاره د حکومت هڅې یادې کړې او د فدرالي مالیې بورډ (FBR) ډیجیټل کېدل یې د بدلون مهم ګام وباله.

ده وویل چې پاکستان د اقلیم بدلون له اغېزو تر ټولو ځپل شویو هېوادونو کې شمېرل کېږي، سره له دې چې د نړۍ په کچه د کاربن اخراج یې «آن د یو سلنې له یوې برخې هم کم» دی.

هغه د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ د سېلابونو له امله د هېواد د دوامدار اقتصادي شاتګ خبره وکړه او وې ویل چې دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

وزیراعظم د نړیوال شمال او جنوب له هېوادونو وغوښتل چې د عادلانه اقتصادي بهیر لپاره د سرچینو په مساوي وېش هوکړه وکړي. همداراز، هغه د مصنوعي ځیرکتیا ګړندۍ خپرېدا وستایله، خو د هغې د احتمالي خطرونو خبرداری یې هم ورکړ.

نور ولولئ