د اطلاعاتو او خپرونو فدرالي وزیر عطاالله تارړ د شورو په سهار په ټولنیز پلېټفارم «ایکس» کې اعلان وکړ چې د پاکستان او کابل ترمنځ په استانبول کې شوې خبرې اترې د کوم «عملي او پایدار حل» په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې دي. نوموړي وویل چې پاکستان به د خپلو وګړو د خوندي کولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد ټول ممکن اقدامات جاري وساتي.
ده زیاته کړه چې د مذاکراتو اصلي ایجنډا دا وه چې افغان خاوره د ترهګرو ډلو لکه د فتنې الخوارج (TTP) او فتنې الہند (BLA) لپاره د روزنې، لوجستیک ملاتړ او بریدونو د پیل د اډې په توګه ونه کارول شي. د هغه په وینا، افغان پلاوي د پاکستان منطقي او مشروع غوښتنې ومنلې، خو له عملي او باور وړ ژمنو کولو یې ډډه وکړه او بحث یې د تورونو، ځنډونو او پلمو لوري ته واړاوه.
فدرالي وزیر وویل چې پاکستان د کابل له واکمنېدو راهیسې په پرله پسې ډول د هند په ملاتړ د یادو ډلو لخوا د سرحدي ترهګرو فعالیتونو مسئله راپورته کړې ده. خو د ده په وینا د پاکستان هڅې د طالبانو له خوا د دې ډلو په دوامدار ملاتړ کې د زیاتوالي له امله بې نتیجې پاتې شوې دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان تل د افغان ولس د سولې او هوساینې غوښتونکی پاتې شوی او سترې قربانۍ یې ورکړي، خو طالبان د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه لا هم جدي چلند نه کوي. ده وویل چې د پاکستان د څلور کلنو جاني او مالي قربانیو وروسته د صبر کاسه ډکه شوې ده.
د دفاع وزیر خواجه آصف د جیو نیوز په یوه خپرونه کې ویلي وو چې دواړه خواوې د یوې موافقې نږدې کېدو وې، خو د کابل د لاسوهنې او بیرته شا تګ له امله بهیر له خنډ سره مخ شو. ده تور پورې کړ چې خبرې اترې «سبوتاژ» شوې او کابل د هند په نفوذ د دهلي د وسیلې په توګه کارول کېږي.
ترکیې او قطر د خبرو د ژغورلو لپاره هڅې وکړې، خو د نه رغېدونکو اختلافاتو له امله خبرې لنډمهالې ودرېدلې. پاکستاني چارواکو روښانه کړې وه چې د افغان خاورې څخه د پاکستان پرضد ترهګرۍ د نه ترسره کېدو د باور وړ او تایید وړ ضمانتونو پرته هېڅ موافقه نه شي منل کېدای.
په پای کې، عطا تارړ د ترکیې او قطر د منځګړیتوب له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې پاکستان به د ترهګرو، د هغوی د مرکزونو، ملاتړو او ملاتړ کوونکو پر وړاندې ټول امکانات وکاروي.



