به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

این آیی ایچ په دې خبره تائید وکړو چې په سند کې دوه نوې د پولیو پېښې مخې ته راغلي دي. دغه پېښې د بدین او ټهټې په ضلعو کې رپورټ شوي دي. په دې سره په ټول ملک کې د پولیو د پېښو شمېره ۲۹ ته ورسېده او په سند صوبه کې یې شمېره ۹ ته ورسېده. دغه تازه پېښې د حیدرآباد د یوې پېښې نه څو ورځې وروسته مخې ته راغلي دي.
​د پولیو په دغو تازه پېښو کې دوه ماشومې ناروغه شوي دي. په ۲۰۲۵ کال کې په صوبو کې د پولیو د پېښو شمېرې داسې دي: په خېبر پښتونخوا کې ۱۸، په سنده کې ۹، په پنجاب کې ۱ او په ګلګت بلتستان کې ۱ پېښه مخې ته راغلې ده.

​پاکستان او افغانستان په هغو دوو ملکونو کې شامل دي چې پولیو پکې اوس هم شته. د وایرس د ختمولو په کوششونو کې د سکیورټي مسلو د ویکسین نه د پرهېز او غلط معلوماتو په وجه خنډونه شته.

​د NIH د معلوماتو مطابق په روانه میاشت کې په ۸۸ ضلعو کې د پولیو فرعي قامي کیمپین شوی و. چې پکې د پنځو کلونو نه کم عمر لرونکو ۲۱ میلینه ماشومانو ته قطرې ورکړل شوې.

​د پولیو راتلونکی قامي کیمپین د اکتوبر له ۱۳ نه تر ۱۹ پورې کېږي. په دې کیمپین کې به ۴۵.۴ میلینه ماشومانو ته د پولیو قطرې ورکول کېږي. په دې کیمپین کې به ماشومانو ته د پولیو ویکسین سره ویټامن اې هم ورکول کېږي تر څو د دوی د ناروغیو خلاف قوت زیات شي. د ۴ لاکه نه زیات کارکوونکي به کور په کور ګرځي او ماشومانو ته به ویکسین ورکوي.

​پولیو یوه ډېره خطرناکه او نه خلاصېدونکې ناروغي ده چې ټول عمر فالج (معذوري) جوړولای شي. د دې نه د بچ کېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د پنځو کالو نه کم عمر لرونکو هر ماشوم ته د پولیو قطرې بار بار ورکړل شي او نور ضروري واکسینونه هم پر وخت مکمل شي. له والدینو او ساتونکو نه غوښتنه شوې چې دوی دې خپلو ماشومانو ته د پولیو ټول تجویز شوي خوراکونه ورکړي.

​په تېر ۲۰۲۴ کال کې په ملک کې ۷۱ د پولیو پېښې رپورټ شوي وې او وایرس په تقریباً ۹۰ ضلعو کې موجود و.

نور ولولئ