وزیراعظم شہباز شریف ګل (دوشنبې) په ورځ وویل چې د هغه حکومت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوبل سولې انعام لپاره نومولی دی. د وزیراعظم په وینا ټرمپ د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ پر مهال د سیمې د تباهۍ څخه د ژغورلو په برخه کې مرسته کړې ده.
په لندن کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وزیراعظم وویل چې ښاغلي ټرمپ د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ کم کړی او سیمه یې له یوې لویې تباهۍ څخه ژغورلې ده. هغه ټینګار وکړو چې که ټرمپ د پاکستان او هند په کړکېچ کې لاس وهنه نه وای کړې. نو ډیره تباهي او د خلکو ژوند تلف شوی و. لومړي وزیر زیاته کړه چې ټرمپ د ایتوپیا او مصر او حتی د اوکراین ترمنځ هم کړکېچونه کم کړي دي.
وزیراعظم د ملګرو ملتونو په ۸۰مه عمومي غونډه کې له ټرمپ سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه وویل چې واشنګټن ته یې سفر ډېر بریالی و.
هغه وویل چې تر ټولو ښه خبره دا وه چې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ولسمشر ټرمپ د غزې په اړه د یوې غونډې مشري په ګډه وکړه او پاکستان، قطر، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، اردن، مصر او اندونیزیا ته یې بلنه ورکړه.
وزیراعظم وویل چې هلته ډېرې ګټورې خبرې اترې وشوې او د دې ناستې په پایله کې ډېر ژر یو مثبت پایله راځي چې د غزې په جګړه کې اوربند وشي. هغه وویل چې په غزه کې ظلم او بربریت روان دی او بې ګناه مسلمانان شهیدان کیږي او مونږ په ملګرو ملتونو کې یو قوي غږ پورته کړی او له خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو سره مو پورا پیوستون څرګند کړی دی.