به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

​د امنیتي وضعیت له امله په شمالي وزیرستان کښې د دوو ورځو لپاره په مکمله توګه کرفیو لګول شوې ده. د دې ضلعي انتظامیې یو نوټیفکېشن خپور کړی چې نن به د جمعې د اګست  ۲۹می له ماښام اوه بجې نه د ګل تر سهار اوه بجو پورې کرفیو وي.

​دا پرېکړه د امنیتي وضعیت ښه کولو د پاره شوې ده. په دې موده کښې به په ټول ضلع کښې د خلکو په تګ راتګ او د موټرو په حرکت پوره بندیز وي. همدارنګه ټول تجارتي مرکزونه، بازارونه، او مارکېټونه به بند وي.

​ضلعي انتظامیې او قانوني ادارو له خلکو غوښتنه کړې ده چې له کرفیو سره همکاري وکړي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د دې نه علاوه د شپې له خوا یعني د لمر پرېوتو نه تر لمر ختلو پورې د خلکو په تګ راتګ بندیز وي. د بددیز پخوا هم وو هغه لا تر اوسه هم پرځای دی.

نور ولولئ