به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

هرنای – د بلوچستان په هرنای سیمه کښې د ډبرو سکرو په یوه کان کښې د ګازو (ګیس) له ډکېدو وروسته چاودنه شوې. چې له امله یې شپږ کان‌کیندونکي ژوبل شوي دي.

د لېويز چارواکي وايي چې دغه چاودنه د طالب ليز په کان کښې شوې ده. چیرې چې د کان دننه ګاز (ګیس) راټول شوي وو. چاودنې ژوبل کارګران سخت زیانمن کړل.

چارواکي زیاتوي چې ټپي شوي کسان د نورو کارګرانو له خوا د کان نه را ایستل شوي دي او لومړنۍ درملنه ورته شوې ده.

په ژوبلو کسانو کې واجد، شېر افضل، امیر محمد، اشرف علي او اغا محمد شامل دي. د ټپي شویو کان‌کیندونکو درملنه تر لومړنۍ پاملرنې وروسته کویټې ته لېږدول شوې ده. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نور ولولئ