به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د باجوړ په شپاړسو سیمو کښې د دریو ورځو لپاره ګرځبندیز (کرفیو) لګول شوی ده.

د باجوړ ضلعي په شپاړسو سیمو کښې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو له امله د دریو ورځو لپاره ګرځبندیز (کرفیو) لګول شوی ده.

د دې سیمو اوسېدونکو ته ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۲۹مې د سهار له ۵:۰۰ بجو څخه د جولای تر ۳۱مې د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې دې په خپلو کورونو کښې پاتې شي. دا غوښتنه په دې سیمو کښې د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله شوې ده.

اغېزمنې سیمې بادسیا، ترخو،ایراب،ګټ، اګره،خورچی، دواګۍ، کلان، لغري، کتکوټ، ګیلۍ، نختيار، زري، دمبراي، امانته، زګي دي.

چارواکو ټینګار کړی چې خلک دې د دې مودې په ترڅ کښې له کوره بهر نه وځي ترڅو له کومې ناغوښتل شوې پېښې څخه خوندي پاتې شي.

که څوک په دې موده کښې زیان وویني. نو پخپله به مسوول وي.
د بیړنیو حالاتو په صورت کښې اوسېدونکي کولای شي د ضلع له ادارې او پولیسو کنټرول روم سره اړیکه ونیسي.

نور ولولئ