به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په مردان کښې د استخباراتو په اساس عملیاتو کښې ۲۰ وسله وال ووژل شول.

دا عملیات د مردان په کاټلنګ غرونو کښې شوي دي. چیرته چې د ترهګرو یو لوی د پټيدو ځای راپور شوی وو.

په دغو عملیاتو کښې لږ تر لږه ۱۲ وسله وال ژوندي نیول شوي او نور  مړه ګڼل شوي دي.

دا په وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کښې د روانې هفتي په سر کښې د څلورو نورو استخباراتي عملیاتو وروسته ده. چې پکښې ۱۱ ترهګر وژل شوي وو.

د دسمبر په میاشت کښې د آی ایس پي آر لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کښې په ټول هیواد کښې ۵۹۷۷۵ استخباراتي عملیات ترسره کړي دي. په دغو عملیاتو کښې ۹۲۵ ترهګر وژل شوي دي.

نور ولولئ