به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

نن شنبه سهار په شمالي وزیرستان کښې د یوه ځانمرګي برید په پایله کښې لږ تر لږه ۱۳ پوځیان شهیدان شوي او ۲۴ نور کسان ټپیان شوي دي. چې ۱۴ یې ولسي وګړي دي.

د اسلام اباد میشتې څیړنیزې او خبري رسنۍ خراسان ډایري په وینا ځانمرګي بریدګر د شمالي وزیرستان په خادي سیمه کښې د پوځ د ماینونو د شنډولو د یوې قطعې پر ضد ماینونو او کمینونو په وړاندې مقاومت لرونکي موټر (MRAP) په نښه کړی دی.

دا پیښه د شنبې په ورځ شاوخوا ۷:۴۵ بجې شوې ده. د پوځیانو د تګ راتګ لپاره په سیمه کښې ګرځبندیز لګول شوی و.

په ټپیانو کښې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځینو روغتیایي حالت جدي بلل شوی دی.

د دې برید مسوولیت اسود الحرب ډلې منلی چې د حافظ ګل بهادر ډلې یوه فرعي څانګه ده.

د خراسان ډایري په وینا په هغې اعلامیه کښې چې د برید مسوولیت پکې منل شوی و. د حذیفه اشتهادي کنډک نوم هم یاد شوی. چې دا هم د هم دې ډلې یوه څانګه ده او د ځانمرګو بریدګرو په استخدام کښې ښکیل ده.

نور ولولئ