د پاکستان پاسپورټ اوس په نړیواله کچه ښه شوی او پاکستاني وګړي کولی شي ۳۲ هیوادونو ته له ویزې پرته یا هلته په رسیدو سره ویزه واخلي.
د هینلي او پارټنرز په نوم یوې نړیوالې ادارې د راپور له مخې چې د تابعیت په اړه مشورې ورکوي. د پاکستان پاسپورټ له ۲۰۱۴ کال راهیسې له ۱۱۳م ځای څخه ۱۰۰م ځای ته پورته شوی دی. دا پرمختګ د پاکستان د فعالو ډیپلوماټیکو اړیکو او له نورو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا نتیجه ده.
د دې ښه خبر سره سم پاکستان او متحده عربي اماراتو (UAE) یوه نوې موافقه لاسلیک کړې ده. د دې موافقې له مخې د دواړو هیوادونو د ډیپلوماټیکو او رسمي پاسپورټونو لرونکي کسان کولی شي له ویزې پرته سفر وکړي. دا په دې مانا ده چې دوی به د سفر کولو دمخه د ویزې اخیستلو ته اړتیا ونلري. تمه کیږي چې دا ګام به د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ ته نور هم وده ورکړي.
دا ویزې معافیت د پاکستان او متحده عربي اماراتو د ګډې وزیرانو کمیشن (JMC) په ۱۲مه غونډه کښې موافقه شوې. چیرته چې دواړو خواوو یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کښې تایید کړه چې هغه دا تړون د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره لاسلیک کړی دی. هغه دا ګام د اداري همکارۍ ژورولو او زمونږ د ورورولۍ اړیکو پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
چارواکو د دې نوښت هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا به رسمي سفرونه اسانه کړي او د اسلام آباد او ابوظبۍ ترمنځ باور او ډیپلوماټیک شراکت نور هم پیاوړی کړي.