به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې په افغانستان کښې د ۲۰۲۱ کال د ځواکونو د بې نظمه وتلو وروسته پریښودل شوي میلینونه ډالر په ارزښت نظامي وسایل بېرته را ولیږل شي. 

ټرمپ د خپلی لومړي کابینې په غونډه کښې وویل، “مونږ بلینونه ډالر او څو بلینونه ډالرو په قیمت وسایل پریښودل  چی په هغه کښی نوي ټرکونه هم شامل دی.هغه زیاته کړه، “تاسو هغوی ته ګورئ چې هر کال یې دویی نمایش کوي. سړکونه نه لری او که لری یی بی ډیر کوچنی دی. چرته یو سړک به وی چی په هغه به دویی ډرایونګ کوی. بیرغ به رپوی او د امریکا په اړه به خبرې کوي … دا ټول د لوړې کچې وسایل دي. زه فکر کوم چې مونږ باید د دې وسایلو ډیری برخه بېرته ترلاسه کړو.” 

هغه د وتلو نیوکې هم وکړې، او وویل چې طالبان اوس د پریښودل شوي وسایلو څخه ګټه پورته کوي، او افغانستان یې د “نړۍ د نظامي وسایلو د خرچولو ترټولو لوی خرچونکی” بدل کړی دی. 

ټرمپ شمېرې وړاندې کړې، او وویل، “دوی ۷۷۷،۰۰۰ بندوقونه، ۷۰،۰۰۰ زره پوښ ټرکونه او موټرونه خرڅوي، زه فکر کوم چې موږ باید هغه بېرته ترلاسه کړو.” هغه د بګرام هوايي اډې د کنټرول پرېښودلو پرېکړې نیوکې هم وکړې. 

د ۲۰۲۲ کال د دفاع وزارت راپور تایید کړی دی چې طالبانو د وتلو په بهیر کې د امریکا د ۷ میلیارډو ډالرو په ارزښت وسایل ضبط کړل. 

که څه هم امریکايي پوځ د وتلو په بهیر کښې خپل ډیری وسایل لرې کول یا ویجاړول، خو د هوايي ګاډو، ځمکنیو موټرو او وسلو په ګډون د پوځي وسایلو یو شمیر برخې پریښودلی شوې دی. د پینټاګون راپور تایید کړی دی چې د دې وسایلو ډیری برخې به د امریکايي قراردادونو د ساتنې نه بغیر کار نه کوي. 

ټرمپ دا خبرې د وتلو په بهیر کښې د ښکیلو پوځي مشرانو د احتمالي بندیز په اړه پوښتنه به وروسته وکړې. که څه هم هغه وویل چې به د دفاع وزیر پیټ هیګسېټ ته مستقیمې لارښوونې نه ورکوي، خو هغه وویل چې هغه به هر یو کس له وظیفی وباسی.  

د دې دورې څخه څو کلیدي کسانو، لکه جنرال کینیت مکینزي او جنرال مارک میلی، ریټایرمنټ اختیار کړی یا دوی دندې پرېښودلې دي. دواړو وړاندې د ولسمشر بایډن ته وړاندیز کړی و چې په افغانستان کښې د امریکا پوځي شتون وساتي. د وتلو په بهیر کښې د امریکا د ځواکونو ۱۳ غړي ووژل شول. د وتلو دا پروسه د ۲۰۲۰ کال د ټرمپ ادارې د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو په پلانونو ولاړه وه.

Author

نور ولولئ