وزارت خارجه د جمعې په ورځ ووېل چې پاکستان غواړي چی افغانستان دې د پولې مسئلې په دوه اړخیزه طریقه حل کړي، نه ده چې یو طرفه اقدامات وکړي.
د خارجه وزارت ویاند سفیر شفقت علي خان په یو معمول خبري کانفرنس کښې تائید کړه چې د تورخم پوله ځکه بنده شوه چې افغانانو د پولې د پاکستاني طرف په خاوره کښې یو چیک پوسټ جوړولو کوشش کولو.
هغه زیاته کړه چې پوله بند کول یو ناخوښه فیصله ده چې تر هغه وخته پورې باید وشي تر څو دا مسئله حل شي. ویاند وویل چی مونږ د پولې په بندولو کښې هیڅ ګټه نه کوو.
خان وویل، مونږ هغوی ته ویلي دي چې دا مسئله دې په دوه اړخیزه طریقه د ګډې همغږۍ کمېټۍ په غونډه کښې حل کړي، نه دا چې یو طرفه اقدام وکړي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د پولې انتظام یو سخته مسئله ده او د دواړو خواوو د حکومتونو ډېرې څانګې یو بل سره اړیکه لري.
ویاند وویل د پولې انتظام اکثره یو مشکله مسئله وي، د دواړو هېوادونو ډېرې ادارې پکې شاملې وي.
د یوې پوښتنې په ځواب کښې هغه زیاته کړه چې هیڅ یو افسر په خپل سر پوله نه شي بندولی او دا فیصله د حکومت په ډېرو سطحو کښې تېریږي تر څو چې نافذ شي.
هغه زیاته کړه چې د دې لانجې د حل لپاره یو میکانیزم موجود و خو افغانان ترې ډډه کوله.
د مولانا فضل الرحمان د افغانستان د سفر نه مخکې د خارجه وزارت نه د بریفینګ په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کشې ویاند وویل چې هر سیاستوال د خارجه پالیسۍ په اړه د وزارت نه بریفینګ اخیستلی شي که ضرورت وي.
هغه دا هم زیاته کړه که په عین وخت کښې که یو افسر د بریفینګ غوښتنه کوي، دا معنی نه لري چې د هغه سفر د خارجه وزارت لخوا ترتیب شوی و.