د چمن په روغانی درې او کلی محمد حسن ټھیکدار سیمو کښې نامعلومو وسله والو د پولیو ایریا سپروائزر او د جمعیت علماء اسلام تحصیل چمن سالار حافظ قادر جان وواژه.
د راپورونو له مخې حافظ قادر د حاجی فدا محمد زوی د پولیو په کیمپین کښې د دوو ښځینه ورکرز سره په کار مشغول وو. په دې مهال نامعلومو وسله والو پرې فائرنگ وکړو او هغه یې ووژلو. هغه دوه ورکرز ښځینه چې په کور دننه وې. هغه محفوظه پاتې شوې.
دغه پېښه د چمن په کلی محمد حسن ټھیکدار سیمه کښې وشوه.
حافظ قادر جان د جمعیت علماء اسلام یو فعال غړی او د پولیو ورکر وو. هغه د نامعلومو کسانو په فائرنگ ووژل شو.
د پېښې وروسته لیویزو د حافظ قادر مړی سول اسپتال ته یووړلو.
په اسپتال کښې د جمعیت علماء اسلام کارکونکي په لوی شمېر کښې راغونډ شوي دي.
حافظ قادر جان نن سهار د پولیو کیمپین په فعالیتونو کښې هم برخه اخیستې وه. لیویزو د پېښې په اړه تحقیقات شروع کړي دي او د مجرمانو د نیولو هڅې یې روانې دي.
دا پېښه په سیمه کښې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي او خلک د قانون پلي کوونکو ادارو څخه د ژر تر ژره اقدام غوښتنه کوي.