د سراروغه د جینکو مډل سکول زده کوونکې او والدين د تعليمي ادارو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دوی دې د زده کړو له حق څخه بې برخې نه شي. د دوی په وينا د تعليمي دفتر چارواکي لکه ډي اي او، ډپټي ډي اي او صابره، ایس ډي او افسانه او ای ډي آئي شاخوبانه هڅه کوي چې سکول خالي کړي.
دغه چارواکي په هرو اوو ورځو کښې د سراروغه د جینکو مډل سکول ښوونکې بدلوي او اوس مهال ټول سکول یوازې په درېو ښوونکو چلېږي. د دې ترڅنګ موجوده ښوونکې په میاشت کښې یوازې پنځه ورځې سکول ته راځي، یا کله نا کله د لسو زرو روپو په بدل کښې یوه ابتدايي پاس ښوونکې په لنډ مهاله توګه راولي او وروسته بیا بېرته ځي.
د زده کوونکو او والدينو په وينا دوی د ښځينه تعليمي دفتر او د لدها تحصیل له چیئرمین حاجي تاج ملوک څخه په وار وار غوښتنه کړې خو څوک یې نه اوري. دوی وایي چې د دوی احتجاج به تر هغه پورې جاري وي تر څو چې د سراروغه د جینکو په مډل سکول کښې د هیډ ماسټری په ګډون ټول کارکوونکي په دنده مقرر نه کړل شي.
دوی دا هم غوښتنه کوي چې د پي ټي سي پیسې چې تر اوسه نه دي استعمال شوې. د پیسې به باید په قانوني توګه استعمال کړلي شي.