د دېر ښار پولیسو او د سي ټي ډي (CTD) په دېر سیمه کښې د ترهگرو خلاف څلور ورځنی اپریشن وکړو.
په دي اپریشن کښې ۹ ترهگر ووژل شول او د ۵ تنو مړي هم ترلاسه شول. په دې اپریشن کښې ۲ ولسي خلک د ترهگرو په ډزو کښې شهیدان شول او ۱۰ پولیس پوځيان ټپیان شول.
دا اپریشن وروسته له هغې شروع شو کله چې پولیسو ته د دوبندو، بکاري، سلامکوټ، هاتندره او په شاوخوا سیمو کښې د ترهگرو د شتون په اړه کره معلومات ورکړل شول. په دې اپریشن کښې د دېر پولیس، د البرق کمانډو، غوره ځواکونه، RRF، CTD، د بم شنډولو ټیم او DSB کارمندانو برخه لرله. د اپریشن د لا زیات دقت او اغېزمنتیا لپاره له پرمختللو وسلو، زغروالو موټرو، حرارتي وسایلو او ډرون څخه کار واخیستل شو.
امنیتي ځواکونو د پلټنو وروسته د دوبندو سیمه له ترهگرو پاکه کړه او د هغوی ډېر پټنځایونه یې له منځه یوړل. د ترهگرو قومندان قاري عبیدالله، قومندان ساجدالله او نعیم کورونه هم په اپریشن کښې وسوځول شول او له منځه یوړل شول.
د دېر ښار د پولیسو مشر (DPO) سید محمد بلال دا کار د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې دا اپریشن نه یوازې ترهگرو ته یو کلک ځواب و. بلکې د دايمي سولې لپاره یو مهم گام هم دی. هغه زیاته کړه چې د دېر پولیس په مکمله توگه د خپلو خلکو د ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي او د ترهگرۍ پر وړاندې له هیڅ ډول قربانۍ څخه به ډډه ونه کړي.
دا اپریشن د تیرې اونۍ د پاناکوټ له غمجنې پیښې وروسته وشو چې په هغې کښې درې پولیس شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي وو. چارواکو ټینگار وکړو چې دا نوې گام د شهیدانو د وینې د ساتنې او د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې د دوام لپاره د دېر پولیسو اراده ښیي.