به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په کویټه کښې په سلګونو زائرین چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. له هغه وروسته بند پاتې دي چې فدرالي حکومت ایران او عراق ته پر ځمکني سفر بندیز ولګاوه.

دا بندیز د اربعین زیارت څخه مخکې ولګول شو. کوم چې د اګست په ۱۴ او ۱۵ نیټه دی او د هغو کسانو لخوا یې پراخ لاریونونه راپارولي چې غواړي کربلا ته د مذهبي مراسمو لپاره لاړ شي.

د اتوار (یکشنبې) په شپه پنځه بسونه کویټې ته راورسیدل. په دې بسونو کښي ډیر شمیر زیارت کوونکي سپاره وو. د سفر له بندیز سره مخ کیدو وروسته دوی په شهدا چوک کښې احتجاج وکړ. مرکزي سړک یې بند کړ او د حکومت پر خلاف یې نعري ولګولي.

د احتجاج کوونکو سره د بلوچستان شیعه کانفرنس مشران هم یوځای شول. او ټینګار ئي وکړ چې دوی غواړي کربلا ته ورسیږي او د ځمکني سفر بندیز ردوي.

دوی استدلال وکړ چې د حکومت لخوا وړاندیز شوی نور د الوتکې سفر د ډیری زیارت کوونکو لپاره خورا ګران دی. د بلوچستان د حکومت ویاند، شاهد رند، فدرالي بندیز تایید کړ او ویې ویل چې صوبائی حکومت ته د دې پریکړې په اړه خبر ورکړل شوی و.

نور ولولئ