د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر جولای ۱۹مې پورې، له ایران او پاکستان څخه له ۱۵ لکه زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دې شمېرې څخه شاوخوا ۱۲ لکه افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.
د OCHA د معلوماتو له مخې له ایران څخه راستانه شوي نږدې ټول کسان بې اسناده وو او له پاکستان څخه راستانه شویو کښې ۶۲ سلنه بې اسناده، ۲۵ سلنه د مهاجرت د ثبت کارتونه (PoR) لرل او پاتې نور د ACC کارتونه لرل یا د پناه غوښتونکي حیثیت یې درلود.
همداراز ویل شوي چې له ایران څخه راستانه شویو کسانو کښې ۴۳ سلنه تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان وو او له پاکستان څخه راستانه شویو کښې دا فیصدي ۵۳ وه.
اوچا (OCHA) زیاتوي چې راستانه شویو افغانانو ته تر ټولو زیاتې بیړنۍ اړتیاوې روغتیايي خدمات، سرپناه، نغدي مرستې، پاکې اوبه او د ترانسپورټ اسانتیاوې جوړی شوی دي.