د ریل پټلۍ وزارت د ګل (دوشنبې) په ورځ وویل چې د شکارپور سره نږدې د جعفر ایکسپریس د دریو مسافرو بوګیو د پټلۍ څخه وتلو لامل تخنیکي ستونزه وه او د چاودنې ابتدايي راپورونه یې رد کړل.
په دې پېښه کښې د کویټې اوسیدونکی یو مسافر اورنګزیب پټان له خپل سیټ څخه په غورځیدو ټپي شوی و.
لومړني راپورونو کښې د پېښې لامل چاودنه ښودل شوې وه. خو وزارت په یوه بیان کښې څرګنده کړه چې د پټلۍ څخه وتلو غږ سیمه ایزو خلکو په غلطۍ سره چاودنه وبلله، چې له امله یې پراخه ویره خپره شوه او د ترهګریز برید فرضیې رامینځته شوې.
یوې اورپکې ډلې د مسلح برید مسؤلیت منلی و. وزارت دا ادعا بې بنسټه او د فرصت غوښتنې پر بنسټ وبلله او رد یې کړه.
د سکھر ډویژنل سپرینټنډنټ ریلوې جمشید عالم په وینا د پېښور څخه کویټې ته تلونکې جعفر ایکسپریس د ګل (دوشنبې) په ورځ له پټلۍ څخه ووتلو. د چاودنې د ابتدايي راپورونو وروسته لوړ پوړو چارواکو چې پکې د شکارپور ډپټي کمشنر او ایس ایس پي شامل وو او همدارنګه د ریل پټلۍ چارواکو او بم ډسپوزل یونټ د پېښې ځای بشپړ معاینه وکړه او د چاودنې هیڅ ثبوت یې ونه موند.