د خیبر پښتونخوا په تیرا کښې امنیتي چارواکو له قومي مشرانو سره وکتل او وروسته له هغه یې د اوو کسانو د وژل کېدو په اړه د تاوان اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو د خپراوي لپاره ډزې وکړې.
دا احتجاج چې په دربار، پير میله کښې د یوه راپور شوي هاوان برید له امله د یوې ځوانې نجلۍ د وژنې له امله راپارېدلی و. هغه مهال ئي زور واخیست کله چې احتجاج کوونکي له یوې پوځي قرارګاه بهر له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.
د عیني شاهدانو او ځايي سرچینو په وینا وضعیت هغه مهال خراب شو کله چې د اکثره ځوانانو یوې لویې ډلې د قومي مشرانو سوله ساتي غوښتنې له پامه وغورځولې. دوی یو اکسکوېټر ( کیندلو مشین) ته اور واچاوه او په باغ-میدان مرکز کښې یې د لوا د مرکزي دفتر د دروازو ماتولو هڅه وکړه. امنیتي پرسونل په ډزو سره ځواب ورکړ. چې په پایله کښې یې لږ تر لږه شپږ لاریون کوونکي ووژل شول او اوولس نور ټپیان شول. ویل کیږي چې یو ټپي کس یې روغتیایي حالت نازک دی.
په ټولنیزو رسنیو کښې خپرې شوې ویډیوګانې د دغو څرګندونو پخلی کوي. چې سوځېدلی اکسکوېټر او احتجاج کوونکي ښيي چې پر پوځي تاسیساتو یې ډبرې غورځولې دي. مخکې له دې چې ډزې وشي. ټپیان په جمرود، باړه او پېښور کښې بیلابیلو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
په داسې حال کښې چې د نجلۍ د مړینې او د اتوار (یکشنبي) د ورځې د تاوتریخوالي په اړه د سیمه ایزې ادارې یا پوځ لخوا کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې. خو امنیتي چارواکو وروسته له قومي مشرانو سره وکتل. د قربانیانو کورنیو ته د تاوان (غرامت) ورکولو اعلان هم د امنیتي چارواکو او هم د خیبر پښتونخوا صوبې حکومت لخوا وشو (د وژل شویو کسانو لپاره ۱۰ میلیونه روپۍ او د ټپیانو لپاره ۲.۵ میلیونه روپۍ). صوبائی حکومت د سولې لپاره خپله ژمنه هم څرګنده کړه او د اصلي مسلو د حل لپاره یې د جرګې د جوړولو اعلان وکړ.
دې پیښې ځايي قانون جوړونکو لخوا لاریونونه راپارولي چې د اتوار د پیښو په اړه د شفافې څیړنې غوښتنه کوي. د پير میلې اوسیدونکي هم ادعا کوي چې په تیرو لسو ورځو کښې په سیمه کښې د امنیتي ځواکونو د هاوان بریدونو له امله نور زیان هم رامنځته شوي دي.
په جلا توګه د افغانستان پولې ته نږدې په چترال کښې له وسله والو سره په نښته کښې دوه امنیتي پرسونل ووژل شول. په ډزو کښې پنځه نور ټپیان شول.