په تیرو دوو ورځو کښی امنیتی ځواکونو د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کښی د استخباراتی معلوماتو په اساس عملیات ترسره کړل چی په نتیجه کښی یی ۱۱ تنه ترهګر ووژل.
د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آی ایس پی آر) لخوا په خپره شوی اعلامیه کښی ویل شوی چی دا عملیات د مارچ په ۲۶ او ۲۷ په شمالی وزیرستان او ډیره اسماعیل خان کښی ترسره شول.
ځواکونو په وزیرستان کښې د میر علی په سیمه کښې په یوه عملیات کښې پنځه ترهګر ووژل. په داسی حالت کښې چی په همدغه سیمه کښې په یوه بل عملیات کښی درې نور ترهګر هم وژل شوی دی. دوه نور ترهګر هم په میرانشاه کښی وژل شوی دی.
څلورم عملیات د ډیره اسماعیل خان په درابن سیمه کښی ترسره شو چی په نتیجه کښی یی یو ترهګر ووژل شو.
آی ایس پی آر ویلی دی چی له وژل شویو خوارجو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوی دی. کوم چی په ګڼ شمیر ترهګریزو فعالیتونو کښی په فعاله توګه ښکیل وو. په اعلامیه کښی دا هم ویل شوی چی په سیمه کښی د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره تصفیوی عملیات هم ترسره شول.
د آی ایس پی آر د دسمبر په میاشت کښی خپره شوی اعلامیې له مخې امنیتی ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کښی په ټول هیواد کښی ۵۹۷۷۵ استخباراتی عملیات ترسره کړل. د دغو عملیاتو په نتیجه کښی ۹۲۵ ترهګر وژل شوی دی.