به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعو پولیسو راپور ورکړی چې پرون سهار نامعلومه وسله والو د ټانک ضلعې څخه دوه پولیو
کارکونکې صيفت
او بل رضا کار حزب الله د نامعلومه وسله والو تښتول شوي دي۔
دا کاروکونکي هغه مهال تښتول شوي کله چې دوی د کمپاین لپاره روان وو. پولیسو ویلي چې دوی د ورکو کسانو په اړه تحقیقات کوي خو تر اوسه یې هیڅ سراغ نه دی موندلی.
هیڅ وسله والې ډلې د تښتونې مسؤلیت نه دی منلی. په مارچ کې د ډي آی خان د کلاچي سیمې څخه هم دوه کارکونکي تښتول شوي وو او د ځایي پولیسو په وینا لا هم ورک دي.
د یونیسف خیبر پښتونخوا فوکل پرسن شاداب خان ویلي چې په سیمه کې کمپاین د پلان سره سم روان دی.
ټانک د خیبر پښتونخوا د سویلي ولسوالۍ برخه ده، چیرې چې د پولیو پېښې په تواتر ډول رپوټ کیږي. پنځه ورځې وړاندې، د بنو په بلې سویلي ولسوالۍ کې د پولیو دوه پېښې رپوټ شوې. دا سیمې د کړکیچنې وزیرستان سره پر پوله پرتې دي، چیرې چې د ځایي رسنیو په وینا هره ورځ د وسله والو د موجودیت راپورونه ورکول کیږي
ځايي مشران وايي د پوليو کارکونکو د راخوشې کولو د پاره جرګې روانې دي۔

نور ولولئ