به‌روزرسانی دربارهٔ8 hours ago

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د افغانستان د ثبات لپاره غوښتنه وکړه ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټوله سیمه د اړیکو پروژو څخه ګټه پورته کوي. 

د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سره په تاشقند کښې د یوې ګډې مطبوعاتي غونډې پر مهال، لومړي وزیر شهباز د افغانستان د سولې او ثبات اړتیا ټینګار وکړ ترڅو د سیمه ییزې اړیکې او امنیت ډاډ ترلاسه شي. 

هغه په ځانګړي ډول د افغانستان حکومت نه وغوښتل چې د وسله والو ډلو څخه مخنیوی وکړي چې د افغانستان خاوره ا به د بریدونو د پاره د پاکستان او نورو هیوادونو خلاف نه استعمالیږی. 

هغه وویل: “چی د افغانستان خاوره ده د پاکستان په شمول د یو  هیواد خلاف هم ده وسله والو څخه د بریدونو ده پاره نه استعمالیږی .

دواړو مشرانو د Trans-Afghan ریلوې پروژې په ګډه څارنه کولو ته خپله ژمنه هم اعلان کړه، چې یوه مهمه زیربنا پروژه ده چې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا سره نښلوي. 

دا پروژه، چې د لومړي وزیر شریف لخوا د ‘game changer’ په توګه توصیف شوې، تمه کیږي چې به د سیمه ییز سوداګرۍ او خلکو ترمنځ اړیکې زیاتې کړي. د دې پلي کولو سره تړلو ستونزو ته د رسیدو لپاره یوه کمیټی به جوړه شي.

نور ولولئ