د پاکستان نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۰مې جنرل اسمبلۍ (UNGA) د غونډې پر مهال د دې اسمبلۍ له مشرې اینالینا بیئرباک سره ولیدل.
دواړو مشرانو په دې لیدنه کې د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وکړې. دوی په خاص توګه د فلسطین په مسله او په ملګرو ملتونو او د دې سازمان د امنیت شورا (UNSC) کې د سمونونو په اړه بحث وکړو.
نائب وزیراعظم اسحاق ډار وویل چې پاکستان د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره ژمن دی. هغه د جمو او کشمیر د شخړې د عادلانه حل غوښتنه وکړه. چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو سره سم وي.