به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په کرک ضلع کې د وسله والو خلاف د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د اپریشن له امله د کرک ډپټي کمشنر د خلکو په تګ راتګ په مکمله توګه پابندي لګولې ده.

​د چارواکو په وینا د کرک په عباسه خټک سیمه کې د جمعې په ورځ په یو هپریشن کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي لږ تر لږه ۱۴ وسله وال وژل شوي او درې امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.

​دا پابندي په تخت نصرتي تحصیل کې د درشہ خېل (شنو ګډي خېل) کلي کې د ترهګرو خلاف د روانو عملیاتو په خاطر لګول شوې. ترڅو د خلکو او قانون پلي کوونکو ځواکونو ژوند او مال محفوظ شي.

​د کرک ډپټي کمشنر د ضابطه فوجداري ۱۸۹۸ د دفعې ۱۴۴ په کارولو سره د ۲۰۲۵ کال د ستمبر ۲۶ مې شپې ۱۰ بجو څخه د ستمبر ۲۷ مې غرمې ۲ بجو پورې کرفیو اعلان کړی ده.

​د دې حکم مطابق د درشہ خېل کلي په حدودو کې د ټولو خلکو په بهر وتلو، پلی تګ، د ګاډو استعمالولو او هر ډول ترافیک باندې په مکمله توګه پابندي ده.

​له خلکو غوښتل شوي چې په ټاکلي وخت کې په خپلو کورونو کې پاتې شي او دا حکم ومني. د دې حکم نه سرغړونکو پر ضد به د پاکستان د تعزیراتو دفعې ۱۸۸ لاندې قانوني کاروائي کیږي.

نور ولولئ