پېښور عالي محکمې د ډيره اسماعيل خان څانګې په يوه ډېره مهمه او لوړپوړې وژنې دوسيه کې پرېکړه اعلان کړه او د دوو تورنو ښځو د مرګ سزا يې په خپله پخوانۍ بڼه وساتله. دا لړزونکی پېښه په ډيره اسماعيل خان کې د يوې مدرسې د ښوونکې د رسول الله د سپکاوي په ګومان د چړې په ګوزارونو بېرحمانه وژل کېدو پورې تړاو لري.
د پېښور عالي محکمې دوه کسیز هيئت، چې پکې قاضي مېرمن فرح جمشېد او قاضي انعام الله خان شامل وو، د ۲۰ کلنې رضيه حنفي او ۲۵ کلنې عمرا امان حنفي د مرګ سزا پر ضد عريضې رد کړې. همدارنګه د کم عمرۍ له امله د بند په سزا محکومې ۱۶ کلنې عايشې لغمانۍ د تلپاتې بند سزا هم پر ځای پاتې شوه.
دا زړه بوږنوونکې پېښه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۹مه د ډيره اسماعيل خان د انجمآباد په سيمه کې، د کينټ تاڼې اړوند، رامنځته شوه. د جامعۀ اسلاميۀ فلاح البنات درې طالبانو سهار اوه بجې د مدرسې د دروازې مخې ته خپله ښوونکې، ۱۸ کلنه س. بي بي د محسود قبيلې، ودروله او پرله پسې د چړو په ګوزارونو يې حلاله کړه. له دې دردونکې پېښې وروسته ټوله سيمه د وېرې او وحشت ښکار شوه.
د پلټنې راپور له مخې، تورنو زده کوونکو په خپل لومړني بيان کې پوليسو ته ويلي وو چې د مدرسې یوې ملګرې ورته خوب ويلی و، چې وژل شوې ښوونکې د رسول الله سپکاوی کړی او که هغه ووژل شي، دوی ته جنت ور په برخه کېږي. د همدې “خوب” په پايله کې هغوی دا لويه ګناه وکړه. پوليسو د درې واړو تورنو له نيولو سره چړې او يو لرګی هم ترلاسه کړی و.
د ډيره اضافي سېشن قاضي محمد جمیل د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸مه، د جرم د ثابتېدو وروسته، دوو طالبانو ته د مرګ سزا او شل شل لکه روپۍ جرمانه، او نابالغې زده کوونکې ته د تلپاتې بند او لس لکه روپۍ جرمانه اورولې وه.
د وژل شوې ښوونکې د کورنۍ له لوري د سترې محکمې پېژندل شويو وکيلانو محمد نويد محسود وکيل او حاجي شکېل وکيل د مقدمې څارنه کوله.
د ډيره اسماعيل خان په تاريخ کې د دې ډول زړه بوږنوونکو پېښو په ډلې کې شمېرل کېدونکې دا دوسيه د پېښور عالي محکمې د پرېکړې وروسته اوس وروستۍ پړاو ته رسېدلې او د قانوني او ولسي حلقو د بحث موضوع ګرځېدلې ده.



