به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، نن دوشنبې (د مۍ ۲۶مه) په ترکیه کښې خپل څلور هېوادي سفر بشپړ کړ. هغه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې. د دې خبرو اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د هند سره د وروستیو تاوتریخوالو پر مهال د ترکیې له ملاتړ څخه مننه کول وو. له ترکیې څخه تر لیدنې وروسته هغه ایران ته رسیدلی دی.
د وزیراعظم د دفتر له خوا په یوه بیان کښې ویل شوي چې دې ناستې د یو بل د اساسي اندیښنو لپاره پر اصولي ملاتړ د جمو او کشمیر د شخړې په ګډون، بیا ټینګار وکړ. دواړو مشرانو په بېلابېلو برخو لکه د بیا تولید وړ انرژي، معلوماتي ټکنالوژي، دفاعي تولید، زیربنا او کرنه کښې د ګډو پروژو او پانګونې د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
دواړه هېوادونه غواړي چې د ۵ بیلین ډالرو کلني دوه اړخیزه سوداګریز هدف ته ورسیږي. دا هدف د روان کال په پیل کښې په اسلام آباد کښې د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا (HLSCC) په اوومه غونډه کښې هم بحث شو. مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو بشپړ طیف وکتل او خپله ژمنه یې بیا تکرار کړه چې خپله ستراتیژیکه ملګرتیا به لوړې کچې ته ورسوي.
د دوه اړخیزو مسلو سربیره وزیراعظم شریف او ولسمشر اردوغان پر سیمه ایزو او نړیوالو مهمو مسلو خبرې وکړې. دوی په غزه کښې پر بشري ناورین ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د سمدستي اوربند او بشري مرستو ته د لاسرسي غوښتنه یې وکړه.
وزیراعظم شریف چې د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل سید عاصم منیر هم ورسره و. د سویلي ایشیا ا په وروستیو پیښو کښې د ترکیې له بې ساري ملاتړ څخه مننه وکړه. هغه د ترکیې اصولي دریځ او د ترکي خلکو له خوا د ښه نیت ستاینه وکړه. هغه په وروستیو عملیاتو کښې د پاکستاني وسله والو ځواکونو زړورتیا او قربانۍ ته اشاره وکړه. په دې ناسته کښې د دواړو هېوادونو د کلیدي چارواکو په ګډون د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په شمول د پلاوي په کچه بحث وشو.
په استانبول کښې له رسیدو سره سم وزیراعظم شریف ته د ترکیې دفاع وزیر یاشار ګولر او نورو لوړپوړو چارواکو تود هرکلی ووایه.
ترکیې ته له دوه ورځني سفر وروسته وزیراعظم شریف به خپل سفر ایران، آذربایجان او تاجکستان ته هم وغځوي.

نور ولولئ