اسلام اباد او کابل د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا پر هغو ډلو د اقداماتو وروسته چې پاکستان یې په نښه کاوه. په خپلو اړیکو کښې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی. په دغو اقداماتو کښې د پولې هاخوا ترهګرۍ کښې د ښکېلو افغان وګړو نیول شامل وو. چې دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ تعامل زیات کړی دی.
د ایکسپریس ټریبیون د یوه راپور له مخې د اړیکو د ښه والي یو مهم عامل د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د افغانستان له خاورې څخه د نورو وسله والو ډلو په اړه د پاکستان اندیښنو ته د افغان طالبانو ښکاره چمتووالی و. دا د مارچ په میاشت کښې د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ د پاکستاني پلاوي له سفر وروسته وشول. کله چې طالبانو دوی ته د پولې هاخوا بریدونو د مخنیوي لپاره د اخیستل شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړل. له TTP سره د ښکېلو ډېرو افغانانو نیول او د پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د ځانمرګو بریدونو کمښت دي او دې مثبتې پرمختګ ته لا نور قوت ورکړ.
نور پرمختګ د اپریل په میاشت کښې کابل ته د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په سفر سره وشو. چې په دریو کلونو کښې د پاکستاني بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر و. دې سفر په یو لړ هوکړو پای ته ورسید. پشمول له کابل څخه دا ژمنه چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي او د افغان سوداګرۍ په اړه د پاکستان لخوا متقابل امتیازات. د پاکستان پولي ته نږدې د ۷۰ څخه زیاتو ترهګرو د نفوذ په اسانتیا کښې د ښکېلو کسانو لخوا د افغان حکومت نیولو لا ډېر باور رامنځته کړ.
د اړیکو د ښه والي وروستۍ پایله د می په ۲۱ مه په بیجینګ کښې د چینایي بهرنیو چارو وزیر وانګ یي لخوا د درې اړخیزې ناستې کوربه توب و. پاکستان او افغانستان په اصولو کښې د سفیرانو په تبادلې هوکړه وکړه. چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د عادي کولو په لور یو مهم ګام دی.
