د صوبې خیبر پښتونخوا په ضلع بنو کښې د پولیو یوه نوې پېښه مخې ته راغلې ده. چې سږ کال د پېښو شمېر اته ته رسېدلی دی.
دا په خیبر پښتونخوا کښې درېیمه او په تېرو دریو ورځو کښې په ټول هېواد کښې دویمه پېښه ده.
دا خبر د پولیو د ختمولو لپاره د سیمه ایز ریفرنس لابراتوار چې په نیشنل انسټیټیوټ آف هیلت کښې دی. هغي تایید کړی دی. اوس چې د پولیو د ډېر خپرېدو موسم پیل شو. چارواکي خبرداری ورکوي چې په راتلونکو میاشتو کښې ښايي د پولیو پېښې ډېرې شي.
په ټول هېواد کښې د پولیو ضد واکسین یوه مبارزه روانه ده. چې هدف یې د پنځو کلونو څخه کم عمر ۴۵.۴ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول دي او دا مبارزه به د اپریل په ۲۷مه پای ته ورسېږي. پلرونو او میندو ته ټینګار شوی چې خپل ماشومان د پولیو واکسین څو ځلې واخلي.
پاکستان او افغانستان یوازیني هېوادونه دي چې لا هم د پولیو پېښې پکې مخې ته راځي. د کلتوري او مذهبي وجوهاتو له امله د واکسین کولو څخه د ډډې کولو ترڅنګ د واکسین کولو مبارزې د امنیتي ستونزو له امله هم اغېزمنې شوې دي.