د بلوچستان په ژوب ضلعي کې د بلوچستان د ګورنر جعفر خان مندوخېل په شخصي کور کې یوه افسوسناکه پېښه رامنځته شوه چې د پولیسو د یوه سرتیري له ټوپک څخه په ناڅاپي توګه د مرمیو په ډزو سره پنځه کسان ټپیان شول. په ټپیانو کې دوه پولیس او درې زده کوونکي شامل دي. د پولیسو په وینا دا پېښه په تېروتنې سره شوې ده.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د ژوب د دولتي هلکانو د ډېګري کالج څخه له ۱۰۰ زیات زده کوونکي له بلوچستان ګورنر سره د لیدنې لپاره په کور کې موجود وو. د پولیسو د یوه سرتیري په وینا د ایس ایچ او ګن مېن هڅه کوله چې د خپل ټوپک په چیمبر کې بند شوې مرمۍ را وباسي چې ناڅاپه یې ګوته په ماشه کښېښودل شوه او له امله یې د ټوپک څخه مرمۍ وویشتل شوې. په دې پېښه کې ایس ایچ او محمد او ډي ایس پي هم له مرګ ژوبلې څخه بچ شول.
پولیسو وویل چې د ټوپک مخ د ځمکې په لور و. له همدې امله ډېر زیان نه دی رسېدلی. په ټپیانو کې دوه پولیس، حوالدار حبیب الرحمن او سپاهي روزي خان او درې زده کوونکي صادق شاه، ذوالقرنین او محمد ایاز شامل دي.
ټول ټپیان سمدستي د ژوب ملکي روغتون ټراما سنټر ته ولېږدول شول. چې له هغې جملې څخه سخت ټپي شوی زده کوونکی محمد آیاز د لا زیاتې درملنې لپاره سي ایم ایچ ته ولېږدول شو. چارواکو د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی دی. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پیل کې د سند په عبدالرحمن شر کلي کې یوه ځوانه جینیۍ هغه مهال ووژل شوه چې د ټوپک د پاکولو په وخت کې په ناڅاپي توګه ډزې ترې وشوې. تېر کال هم په کراچۍ کې یو کم عمره هلک هغه مهال مړ شو چې د خپل پلار له ټوپک څخه یې په ناڅاپي توګه ډزې وشوې.