به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

په مومندو ضلع کې په غلنئ جرگہ هال کې یوہ لویه جرگہ وشوه چې د امن او امان او د کان کیندنې د کارونو د شروع کولو په اړه وه. په دې جرگہ کې د ۱۱۴ بریگیډ کمانډر، د مومندو ڈپټي کمشنر، د مومندو رائفلز کمانډنټ، د پولیسو ضلعي افسر، نورو لوړو پوځي او ملکي چارواکو او تقریباً ۳۰۰ نورو مشرانو او د کان مالکینو گډون وکړو.

​په جرگہ کې د دې خبرې په اړه تشویش څرگند شو چې کان مالکانو نه باج غوښتل کېږي او دې باج ورکوونکو خلکو د ډېرو کانونو کارونه بند کړي دي. چې له کبله یې د سیمې اقتصاد ته نقصان رسېږي.

​پۀ دې موقع حکومتي او پوځي مشرانو وویل چې ریاست ژمن دی چې باج ورکوونکي له منځه یوسي. د خلکو عادي ژوند بیرته شروع کړي او په ضلع کې د کان کیندنې کارونه بې له خنډه پرمخ بوځي.

​د ۱۱۴ بریگیډ کمانډر ټولو ته پۀ ښکاره وویل چې د کاروبار به هېڅ نقصان نه وي او د کان مالکان به د ترهگرو او خرابکارو خلکو پر رحم نه پرېږدي. هغه وویل چې څوک په داسې غیرقانوني کارونو کې ملوث وي، نو سخت عمل به ورسره وشي.

​په ځواب کې ځایي مشرانو، د یونین لیډرانو او د کان مالکینو د حکومت او پاک فوج د دریځ بشپړ حمایت وکړو. هغوی د خرابکارو په خلاف پۀ هر عملیات کې د خپلې مکمل ملاتړ او مرستې ژمنه وکړه. ملک صاحبانو هم وویل چې د فتنې د ختمولو لپاره به د پاک فوج ترڅنگ ودریږي. چې د سیمې د امن لپاره د گډې ارادې څرگندونه کوي.

نور ولولئ