به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د پاکستان سپورټس بورډ (PSB) پریکړه کړې چې ټول سپورټس فډریشنونه په هند کښې په هیڅ سپورټس غونډه کښې برخه نه شي اخیستلی. پاکستان سپورټس بورډ دا پریکړه د جولائي په ۲۳ مه خپله ۳۴ مه بورډ غونډه کښې کړې او دلیل یې امنیتي اندیښنې ښودلي دي.

د پاکستان سپورټس بورډ لخوا په خپره شوې خبرتیا کښې په واضح ډول ویل شوي چې هیڅ فډریشن د پاکستان سپورټس بورډ له اجازې پرته په هند کښې په هیڅ سپورټس غونډه کښې ګډون نه شي کولی. دا پریکړه په داسې حال کښې شوې چې د اګست او ستمبر په میاشتو کښې په هند کښې د نارینه وو د اسیا کپ هاکي سیالیو کښې د پاکستان پر ګډون بحثونه روان دي.

په وروستیو رسنیزو راپورونو کښې ویل شوي و چې پاکستان ممکن د امنیتي اندیښنو له امله په دې سیالیو کښې برخه وانخلي. چې دا کار ښایي د راتلونکي کال نړیوال کپ ته د دوی د غوراوي چانس له خطر سره مخامخ کړي. د سپوررټس وزارت یوې سرچینې چې نوم یې نه دی یاد شوی. هغه تایید کړه چې پاکستان به د نومبر په میاشت کښې په هند کښې په جونیر نړیوال کپ کښې هم برخه وانخلي. دا پریکړې د می په میاشت کښې د هند او پاکستان ترمنځ د څلور ورځني شخړې وروسته شوې دي چې پکې ډیر خلک وژل شوي وو.

د دې کال په پیل کښې د پاکستان د هاکي لوبډلې کپتان عماد شکیل بټ هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د زیاتیدونکي ترینګلتیا له امله د اسیا کپ د ځای بدلولو غوښتنه کړې وه. د اسیا کپ د نړیوال جام لپاره یوه مهمه غوراوي سیالي ده. د پاکستان سپورټس بورډ نوې پالیسي د دواړو ایټمي وسلو لرونکو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د وروستي شخړې وروسته امنیتي اندیښنې منعکس کوي.

نور ولولئ