به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د پاکستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق (آئي ايم ايف)  د دوو مهمو موضوعاتو په اړه یوې موافقې ته رسیدلي ديي. د پاکستان د اوسني ۷ بيلين ډالرو د ژغورنې پروګرام لومړنۍ کتنه، او د اقلیمي بدلونونو د مقاومت لپاره په ځانګړې توګه د ۱.۳ بيلينو ډالرو نوی پور فيصلې وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق د بورډ له تصویب وروسته، دا تړون به د اوسني ژغورنې پروګرام څخه شاوخوا ۱ بيلين ډالر خلاص کړي. چې په دې پروګرام کښې به ټول ورکړل شوي پیسې ۲ بيلين ډالرو ته ورسوي.

د اقلیمي بدلونونو د مقاومت لپاره نوی ۲۸ میاشتنی پور، چې د پیسو نړیوال صندوق د پایښت او مقاومت وجهي صندوق (RST) څخه اخیستل شوی دي. هغه به د اقلیمي بدلونونو له اغیزو سره د پاکستان سره د مرستې لپاره اضافي ۱.۳ بيلين ډالر چمتو کړي.

د پیسو نړیوال صندوق په تیرو ۱۸ میاشتو کښې د میکرو اقتصادي ثبات او باور بیرته راګرځولو په برخه کښې د پاکستان پرمختګ یاد کړ او یادونه یې وکړه چې انفلاسیون په ۲۰۱۵ کال کښې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی او مالي شرایط او بهرنۍ توازن ښه شوي دي.

په هرصورت د پیسو نړیوال صندوق د ښکته کیدو د خطرونو لوړوالی هم ومانه. چي په هغه کښې  د جیوپولیټیکي شاکونو، د نړیوال مالي وضعیت سختیدل، او د سوداګرۍ محدودیتونه، د پاکستان اقتصادي ثبات ته ګواښ هم شامل دي. د پاکستان لپاره د اقلیم پورې اړوند خطرونه هم د یوې مهمې ننګونې په توګه په ګوته شول.

دا تړون د پاکستان په دې ژمنې ټینګار کوي چې مالي پیاوړتیا، مالي جوړښتي اصلاحات، سخت پولي سیاست، د انرژۍ سيکټر اصلاحات، او د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د هڅو زیاتول ته به دوام ورکړي.

د مالیې وزیر محمد اورنګزیب د حکومت په پالیسیو او د نورو جوړښتي اصلاحاتو لپاره په خپلې ژمنې خوشبیني څرګنده کړه. د دې میاشتې په پیل کښې اورنګزیب ویلي و چې د پیسو نړیوال صندوق سره د خبرو اترو د بریالۍ بیاکتنې لپاره هیڅ خنډ نشته. دا تړون د پاکستان د کلنۍ بودیجې څخه مخکې کیږي او هیواد ته ډیره اړینه مالي مرسته برابره وي.

نور ولولئ