د خیبرپښتونخوا په باجوړ مینه ماموند سیمه په وژنې کې ککړ کس لویې جرګې او دواړه کورنيو ګډ دښمن اعلان کړل. کورنۍ یې د قاتل نه په بشپړه توګه برائت اعلان کړو. د تفصيلاتو له مخې د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۲۰مه په مینا ماموند کې د یوې پنځه کلنې ماشومې ماریه د جنسي تيري نه روسته د قتل یوه دردناکه پیښه وشوه. چي تورن کس پوليسو نيولو نه پس د جرم اعتراف اوکو . تورن کس وس د پوليسو په ولقه کې دې.
د فبروري په ۲۴مه، د ځايي مشر ملک حزب الله په کور کې یوه لویه جرګه وشوه. په کوم کې چې د دواړو خواوو، لومړۍ خوا محمد جان، محمد زیر، عبدالله (متاثره کورنۍ) او دوهمه خوا، حبیب الرحمن، شیرین، نور الرحمن، ټولو کورنیو ګډون وکړ.
په دې جرګه کې د جرګې غړو ملک حبیب الله، ملک صلاح الدین، ملک یوسف خان، حاجي سید پاچا، حاجي بخت منیر، تمزیر خان، ملک اکرام الله او نورو مشرانو د دواړو کورنیو ترمنځ سوله وکړه.
پداسې حال کې چې د جرګې غړو، د ماموند قبیلې او دواړو کورنیو تورن قاتل بلال د حبیب الرحمن زوی ګډ دښمن (قاتل) اعلان کړ. په دې موقع د تورن کورنۍ د تورن نه بشپړ برائت اعلان کړ. او هغه د جرګې په وړاندې اعتراف وکړ چې هغه به هیڅکله په هیڅ حالت کې د تورن ملاتړ ونه کړي. او که چیرې کوم مرسته کوونکی ثابت شي، نو د تورن کورنۍ به مجرم وپیژندل شي.
وينا والو زياته کړه که چیرې تورن د محکمې لخوا برائت ورکړل شي او له هغه وروسته هغه ووژل شي، نو د تورن کورنۍ به د هغه په وړاندې قضیه (ایف آی آر) درج نه کړي. په دي موقع د ملک راحت الله، ملک خيريبل، حاجي زردول، عبدالرؤف، غلام قادر، سخي خان، محمد جان، محمد يونس او جنت ګل په شمول لسګونه مشران موجود وو. پر ټولنیزو رسنیو خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې ماشومه پر ځمکه پرته ده او لوی ټیږې پرې پرتې دي. په پاکستان کې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوي وې چې پراخ غبرګونونه يې راپاولي وو.
په پاکستان کې د جنسي تیري پر وړاندې د ماشومانو د ساتنې یو سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې تر څلور زرو زیات د ماشومانو د ځورونې قضیې يې ثبت کړي وې چې سلګونه يې د جنسي ځورونې او تیري قضیې وې.