د کراچۍ د پولیسو مشر (SSP) شعيب مېمن ويلي چې د هندوستان د څارګرې ادارې (RAW) پورې تړلي څلور کسان په کراچۍ کښې نيول شوي دي.
مېمن نن چهارشنبې مطبوعاتو ته وويل چې دا شکمن کسان د هند لپاره کار کاوه او د هند پوځي کرنل رنجيت سره يې مستقيمه اړيکه درلوده.
دا کسان د امنيتي ادارو او ځانګړې پلټنې څانګې (SIU) لخوا نيول شوي دي او له دوی څخه چاوديدونکي توکي، موټر او وسلې هم ترلاسه شوي دي. SSP مېمن وويل چې ټول شکمن کسان د سجاول ولسوالۍ اوسيدونکي دي او د هند خپلو مالکينو ته يې د پوځي تاسیساتو حساس عکسونه او موقعيتونه ليږل. نوموړي دا هم وويل چې دا کسان کب نيونکي وو او تر ۲۰ ځل زيات د هند پولې ته اوښتي وو.
دا څلور شکمن کسان د هېواد ضد فعاليتونو او جاسوسۍ په تور نيول شوي دي. SSP مېمن تاييد کړه چې پلټنې روانې دي تر څو د دې نیټ ورک نور غړي هم ونيول شي.
دا نيول کيدل په داسې حال کښې وشول چې د پنجاب CTD هم اعلان وکړ چې په پنجاب کښې يې شپږ کسان نيولي چې د RAW لپاره ئي کار کاوه او له دوی سره يې نقشې او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي وو.