پرون ماښام د پخواني والي انډریو کومو له سیالۍ څخه د وتلو وروسته ظهرن ممداني د نیویارک ښاروالۍ لپاره د ډیموکراټیک ګوند نوماندۍ ګټلو ته نږدې شوی دی. د ښار د ټاکنو بورډ په وینا د رایو ورکولو نږدې ټولو ماشینونو د راپور له مخې ممداني ۴۳.۵ سلنه او کومو ۳۶.۴ سلنه مخکښي دي.
ممداني د کوینز څخه ۳۳ کلن د ایالت اسمبلۍ غړی د سیالۍ په پیل کښې یو نسبتا نامعلوم شخصیت و. اوس هغه په نومبر کښې د عمومي ټاکنو لپاره احتمالي خوښې ته ځای پرځای شوی. په داسې ښار کښې چې ډیموکراټانو اوږد مهال واکمني کړې ده. که وټاکل شي نو هغه به د نیویارک ښار لومړی مسلمان ښاروال شي.
که څه هم وروستۍ پایله به تر راتلونکې اونۍ پورې د رتبو ټاکنو د بشپړیدو پورې تایید نه شي. د ممداني مخکښي دریځ دومره مهم ګڼل کیږي چې بیرته راګرځیدل یې ستونزمن دي. د ښار د رایو ورکولو سیسټم اوسیدونکو ته اجازه ورکوي چې تر پنځو نوماندانو پورې رتبه وټاکي. ټیټ رتبه نوماندان په پړاوونو کښې له منځه وړل کیږي او رایې بیا ویشل کیږي تر څو چې یو نوماند ۵۰ سلنه څخه ډیرې رایې ترلاسه کړي. د ښار کنټرولر براډ لینډر چې په دریم ځای کښې یې ۱۱.۶ سلنه رایې ترلاسه کړې. خپلو ملاتړو ته یې هڅولې وه چې ممداني دویم رتبه کړي چې دا د لا پیاوړې پای ته رسیدو چانس ډیروي.
په لنډو څرګندونو کښې کومو وویل چې هغه ممداني ته مبارکي ویلې ده. ۶۷ کلن کومو چې څلور کاله وړاندې د جنسي ځورونې د ادعاوو له امله یې د والي له څوکۍ استعفا ورکړې وه (کومې چې هغه ردوي)، د سیاسي دفتر ته د بیرته راستنیدو خپله هڅه ئي پای ته ورسوله او ویې ویل چي نن شپه د هغه شپه ده.
ممداني چې په یوګنډا کښې د هندي الاصله کورنۍ کښې زیږیدلی وه. له ۲۰۲۱ راهیسې د ایالت په اسمبلۍ کښې دنده ترسره کوي او د فلسطین د حقونو په ملاتړ کښې د خپل فعالیت لپاره پیژندل کیږي. هغه د سینیټر برني سنډرز او استازې الیګزانډریا اوکاسیو کورټیز چې دواړه مخکښي پرمختګ غوښتونکي شخصیتونه دي. هغوي د لوړې کچې ملاتړونه ترلاسه کړي دي.
دې سیالۍ ملي پاملرنه ځان ته راجلب کړې. ځکه چې دا په ډاګه کوي چې ډیموکراټیک رای ورکوونکي د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دویمې دورې پر مهال خپل ګوند کوم لوري ته غواړي. کومو یوه منځنۍ لاره استازیتوب کوله چې د بل کلینټن او مایکل بلومبرګ په څیر شخصیتونو لخوا یې ملاتړ کیده. ممداني یو ډیر پرمختګ غوښتونکی بدیل او له دودیز سیاست څخه جلاوالی وړاندې کړ.
اوسنی ښاروال ایریک اډمز چې د خپلواک په توګه بیا ټاکنو ته نوماند دی. د څو فساد تحقیقاتو او له ټرمپ سره د هغه د ادعا شوي اتحاد له امله د ملاتړ له کمیدو سره مخ دی. جمهوري غوښتونکی نوماند کرټیس سلیوا یو اوږد مهاله راډیو کوربه او د ګارډین انجلز بنسټ ایښودونکی دي. هغه ده یو کم چانس لرونکی نومانده ګڼل کیږي.