به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

ډېره اسماعیل خان ډپټي کمشنر ساره رحمان د ولسوالۍ د اقلیتونو د اندیښنو د حل لپاره چټک اقدامونه وکړل، چې په دې کښې د هندو ټولنې لپاره د شمشان ګاټ (سوزه ولو قبرستان) جوړول هم شامل دي. 

ساره  رحمان وایی چې د دې ولسوالۍ لومړۍ ښځه ډپټي کمشنره ده چی د اقلیتونو لپاره یی یوه پرانیسته محکمه جوړه کړه، چې په کښې یې ګڼې ستونزې په موقع حل کړې او د نورې یې زر تر زره د حل کولو لپاره ژمنه وکړه. 

د هندو ټولنې لخوا راپورته شوې اصلي ستونزه دا وه چې په ډېره اسماعیل خان کښې د شمشان ګاټ  (د سوزولو قبرستان) نهشتوالی د دوی د مذهبي رسوماتو د ترسره کولو مخه نیسي. دوی وویل چې دا د دوی اوږدمهاله غوښتنه ده. 

ډي سي ساره رحمان هندو ټولنې ته ژمنه وکړه چې هغه به د خیبر پښتونخوا ولایتي حکومت ته ولیکي ترڅو د سوزولو قبرستان د جوړولو لپاره فوري اجازه ترلاسه کړي. 

هغه ستونزې چې د مرکزی حکومت په واک کښې دي، ډي سي ساره رحمان وویل چې هغه به د مرکزی چارواکو سره دې مسلو په اړه خبرې وکړي ترڅو د ولایتي او مرکزی حکومتونو ترمنځ د حل لارې ومومي. 

هغې ټینګار وکړ چې د اقلیتونو د ستونزو حل کول یو قانوني، اساساتي او اخلاقي مسؤلیت دی او هغه د دې ستونزو د چټک حل لپاره ژمنه ده.

نور ولولئ