د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم پوله د سه شنبې په ورځ څلورمه ورځ هم بنده وه، ځکه چې د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو یو پړاو بې نتیجې پای ته ورسېد.
د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان سرحدي چارواکو د دوشنبې په ورځ سره وکتل ترڅو د کړکېچ د حل لاره ومومي. خو کومې پایلې ته ونه رسیدل.
دغه پوله له جمعې شپې راهیسې وروسته له هغې تړل شوې ده چې د سرحدي ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.
راپور ورکړل شوی چې افغان چارواکو د پولې په صفر نقطه کښې د یوې پوستې جوړول پیل کړي وو. کله چې پاکستاني چارواکو وغوښتل چې جوړول یې بند شي، افغان ځواکونو مورچې ونیولې.
په ځواب کښې پاکستان امنیتي خبرداری جګ کړ او پوله یې د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړله. پاکستاني سرحدي چارواکښي هم لنډي کوتل ته تخلیه شول.
خو د پولې تړلو مسافرو او سوداګرو ته سخت زیان رسولی دی. سلګونه کسان چې د پولې د اوښتو انتظار کوي، دواړو خواوو ته بند پاتې دي او سوداګر ښایي د سوداګریزو ټرانسپورټ د بندیدو له امله میلیونونه زیان وکړي.