د خیبر پښتونخوا مردان د ترهګرۍ ضد عدالت (ATC) یو کس د مذهب سپکاوي په جرم په مرګ محکوم کړی دی چې نوم یې شهزاد دی. د عدالت قاضي فضل ستار په خپل پرېکړه کې ویلي چې استغاثې پر تورن لګول شوي تورونه بې له شکه ثابت کړي دي.
دغه مقدمه مولانا وهاب ګل د یوې اېفآرای په اساس درج کړې وه. اېفآرای کې تور لګول شوی وو چې د ۲۰۲۴ کال د ستمبر په ۱۰مه نېټه شپه شهزاد په خپلو ټولنیزو رسنیو باندې د پیغمبر اسلام حضرت محمد ﷺ او نورو سپېڅلو شخصیتونو خلاف د سپکاوي مواد شریک کړي وو. عدالت دغه جرم ثابت کړ او په بېلا بېلو دفعاتو یې سزاګانې واورولې.
دفعہ ۲۹۵-سي: د رسالت د سپکاوي په جرم باندې د مرګ سزا او درې لکه روپۍ جرمانه.
دفعہ ۲۹۵-اې: د مذهبي احساساتو د سپکاوي په جرم لس کاله سخته قیدي او یو لک روپۍ جرمانه.
دفعہ ۷(ز) د ترهګرۍ ضد قانون: پنځه کاله سخته قیدي او پنځوس زره روپۍ جرمانه.
دفعہ ۱۱ د الېکټرانيک جرمونو قانون: درې کاله سخته قیدي او لس زره روپۍ جرمانه.
عدالت امر کړی چې ټولې سزاګانې به په یو وخت نافذ شي او تورن به په دار وځړول شي. خو د مرګ سزا د تایید لپاره به دا مقدمه پېښور هایي کورټ ته لېږل کېږي.
دا پرېکړه په مردان او پېښور کې د مذهب د سپکاوي د تېرو مقدمو وروسته راغلې ده. په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي مقدمې ډېرې حساسې دي او پر هغوی سخت قانوني اقدامات کېږي. شهزاد ته ورکړل شوې سزا هم په همدې لړۍ کې ده چې پکې عدالتي عمل پوره شو.