به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

پاکستان د شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته د ۱۱م ملي مالیاتي کمېشین (NFC) له لارې د عوایدو د وېش چوکاټ بیاکتنې ته تیاری کوي. د دې سلسلي لومړنۍ غونډه د اګست پر ۲۹ نېټه ترسره کېږي. چې د صوبو او مرکزي حکومت ترمنځ د مالي ونډې پر سر نوې بحثونه راپورته کوي.

اوس مهال د وېش وړ مالیاتي حوض ۵۷.۵ سلنه صوبو ته او ۴۲.۵ سلنه مرکزي حکومت ته ځي. خو وړې صوبې، په خاص توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان، د نوي فارمولا غوښتنه کوي، چې د آبادۍ پر ځای پر خراب حالت او وروسته پاتې والي او شتمنۍ تمرکز وکړي.

صوبې ولې بدلون غواړي؟

د خیبر پښتونخوا د مالیې وزیر مزمل اسلم د اوسني فارمولا پر ۸۲ سلنه ابادي تمرکز نیوکه کړې او ویلي یې دي:
آابادي او وروسته پاتې والی باید بې‌تحریک شي. مونږ د شتمنۍ او ځنګلدارۍ په څېر نوي معیارونه غواړو.

د پلان جوړونې مرکزي وزیر احسن اقبال هم د آبادۍ د نفوذ کمولو ملاتړ کړی. خو سیاسي پارټیانو لا په دې اړه رسمي ژمنه نه دي ښودلي.

اقتصادپوهان وايي چي نوې فارمولا کولای شي د صوبو مالي خپلواکي زیاته کړي. چې په روغتیا، زده‌کړو او بنسټیزو منصوبو کښې پانګونې ته لار هواره کړي.

پروفیسر ډاکټر ضیاءالدین وايي چې
د NFC بیا جوړونه مثبته ده، خو اصلاحات باید د ځمکني حقایقو سره سمون ولري. وړې صوبې د بېوزلۍ، بیکارۍ او ترهګرۍ له ننګونو سره مخ دي، نو ایوارډ باید پر دې تمرکز وکړي.

مرکزي حکومت ته خطرونه

د مرکزي حکومت مالي آزادي له وړاندې د پورونو، دفاعي لګښتونو او سبسایډیو له امله محدوده ده. کارپوهان خبرداری ورکوي، که د صوبو ونډه نوره هم زیاته شي او مالیاتي دعوی زیاتی نه شي، د پاکستان مالي کسر به نور هم ژور شي.

خبریال فدا حسین وايي چي د ۱۸م ترمیم وروسته ډېرې ادارې صوبو ته لېږدول شوې دي. اوس صوبې باید خپلې حقې غوښتنې وړاندې کړي، خو مرکزي حکومت هم درنې مالي ژمنې لري.

لویې چیلنجونه
د NFC بهیر له یو لړ چیلنجونو سره مخ دی:

ټیټ مالیاتي بنسټ: د پاکستان د مالیاتو کچه یوازې د GDP ۹-۱۰ سلنه ده.
افقي اختلافات: سندھ د عوایدو په راټولولو زیاته ونډه غواړي، خو خیبر پښتونخوا او بلوچستان د بېوزلۍ او امنیتي لګښتونو پر اساس غوښتنې لري.

د IMF فشار: نوې عوایدي سرچینې نشتوالی کولای شي د مالي کسر په زیاتېدو سره د IMF فشارونه زیات کړي.

سیاسي خنډونه: د تېر په څېر د NFC خبرې ممکن کلونه وځنډېږي او د تړون نه‌کېدو خطر شته.

لویه پوښتنه

ایا آبادي به د عوایدو د وېش اصلي معیار پاتې شي، که بېوزلي، شتمني او چاپېریالي پایداري به نوې لارې پرانیزي؟ د ۱۱م NFC ایوارډ پایلې به یا د مالي فېډرالي نظام پیاوړتیا وکړي او یا به نوې سیاسي او اقتصادي شخړې زیاتوي.

د دې غونډې پایلې به نه یوازې د صوبو او مرکز ترمنځ اړیکې تعریف کړي، بلکې د پاکستان اقتصادي راتلونکي ته هم لارښوونه وکړي.

نور ولولئ