د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر چین ته رسمي سفر وکړ. هلته یې له چیني چارواکو او پوځي مشرانو سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر اړیکو او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې.
جنرال عاصم منیر چې د پاکستان د پوځ لوی مشر دی. هغه چین ته رسمي سفر وکړ. د سفر په ترڅ کښې یې په بیجینګ کښې له لوړپوړو چیني سیاسي او پوځي مشرانو سره لیدنې کتنې وکړې او د پاکستان او چین ترمنځ یې د پیاوړې ستراتیژیکې ملګرتیا بیا تایید کړه.
جنرال منیر د چین له مرستیال ولسمشر ښاغلي هان ژینګ او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي سره ولیدل. په خبرو کښې د سیمې او نړۍ د بدلېدونکي سیاسي وضعیت، (CPEC) په چوکاټ کښې د نښلولو پروژو او د ګډو جیوپولیټیکي ننګونو پر وړاندې د همغږۍ غبرګونونو په اړه بحث وشو. دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو له ژورتیا څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلو ګډو ژمنو لکه د ملي حاکمیت مساوات، څو اړخیزه همکارۍ او د اوږدمهاله سیمه ییز ثبات بیا یادونه وکړه. چیني مشرتابه د پاکستان وسله وال ځواکونه د پیاوړتیا ستون او په جنوبي اسیا کښې د سولې یو مهم مرسته کوونکی وباله.
په پوځي برخه کښې جنرال عاصم منیر د مرکزي پوځي کمیشن (CMC) له مرستیال مشر جنرال ژانګ یوژیا، د PLA پوځ له سیاسي جنرال چن هوی او د PLA پوځ له لوی مشر جنرال سای ژای جون سره ولیدل. د PLA پوځ مرکزي دفتر ته په رسیدو سره، جنرال منیر ته د سلامۍ پوځي رسم ادا شو چې د دواړو وسله والو ځواکونو ترمنځ د اوږدې مودې دوستۍ نښه ده.
په دغو لیدنو کښې د دفاعي او امنیتي همکاریو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. چې پکې د ترهګرۍ پر ضد همکاري، ګډې روزنې، دفاعي عصري کول او د بنسټیزو اړیکو پیاوړتیا شامله وه. په عملیاتي همکارۍ او ستراتیژیکې همغږۍ د ښه کولو لپاره پر هایبرډ او ټرانس نیشنل ګواښونو د مقابلې لپاره ټینګار وشو. چیني پوځي مشرتابه د دوه اړخیزې دفاعي ملګرتیا پر پیاوړتیا پوره باور څرګند کړ او د سیمه ییزې سولې په وده کښې یې د پاکستان مهم رول ومانه.
جنرال عاصم منیر د چین له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او د پوځي همکاریو د نورې پراختیا لپاره یې د پاکستان ژمنه بیا تایید کړه.
دا سفر د دواړو ورورولیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او پوځي اړیکو ژورتیا ښیي او د لوړې کچې خبرو اترو او ښکیلتیا له لارې د سیمه ییز امنیت د پرمختګ لپاره د دوی ګډ هوډ څرګندوي.