به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۴مه د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاکستان سیاسي مشرتابه، د وسله والو ځواکونو کلک هوډ او د پاکستاني ولس نه ماتېدونکي روح ته په درناوي یوه ماښامنۍ ډوډۍ جوړه کړه. دا ولس او پوځ د مارکه حق او اپریشن بنیانم مرصوص په نوم عملیاتو کښې خورا لوی غیرت وښود.

په دې غونډه کښې د پاکستان ولسمشر ښاغلي آصف علي زرداري، لومړي وزیر ښاغلي محمد شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر/مرستیال لومړي وزیر، د مشرانو جرګې رییس، د ملي اسمبلۍ رییس، مرکزي وزیرانو، والیانو، اعلی وزیرانو، د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو کمېټې رییس، د هوايي او سمندري ځواکونو لوی درستیزانو، د لویو سیاسي ګوندونو لوړ پوړو مشرانو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، او د دریو واړو پوځونو لوړ پوړو افسرانو ګډون وکړو.

ګډون والو هغه هوښیار مشرتابه ته درناوی وکړ چې ملت یې له یوې حساسو شیبو څخه په بریالیتوب سره وویست. د وسله والو ځواکونو زړورتیا او قربانیو ته یې سلام وکړ او د پاکستاني ولس پر کلکې وطن پرستۍ یې ستاینه وکړه.

د پوځ لوی درستیز په خپلو خبرو کښې د مارکه حق پر مهال د سیاسي مشرتابه له ستراتیژیک لید څخه ژوره مننه وکړه او د پوځي ځواکونو تر منځ یې د همغږۍ ستاینه ئي وکړه. چې د اپریشن بنیانم مرصوص په بریالیتوب کښې یې مهم رول لرلو.

هغه د هندي پروپيګنډو پر وړاندې د پاکستاني ځوانانو او رسنیو پر نه ستړي کېدونکي رول هم ټینګار وکړ او هغوی یې د بدو تبلیغاتو پر وړاندې فولادي دیوال وباله. د پوځ لوی درستیز د پاکستاني ساینس پوهانو، انجینرانو او ډیپلوماټانو د پام وړ ونډې هم وستایلې. چې مسلکیتوب او هوډ یې د جګړې پر مهال خورا مهم ثابت شو.

دا ماښامنۍ د ملي یووالي او په نوې، پیاوړې او همغږې روحیې سره د پرمختګ لپاره د ګډ هوډ پیاوړی ثبوت و.

Author

نور ولولئ