ډیپورټ شوي کسانو پر ضد به ایف آي آر درج کیږي. پاسپورټونه به یې هم لغوه کیږي. د پنځو کلونو لپاره به د پاسپورټ کنټرول لیسټ کښې شامل شي.
د پاسپورټ قوانینو لا سخت او ښه کولو لپاره د کورنیو چارو سیکرټري په مشرۍ کمیټي جوړه شوه.
محسن نقوي وویل چي ډیپورټ شوي کسان د پاکستان لپاره په نړیواله کچه د شرم لامل کیږي. له دې وروسته به له دوی سره هیڅ ډول نرمي نه کیږي.
په اسلام آباد کښي د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت کښې یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په غونډه کښې پرېکړه وشوه چې د ډیپورټ شویو کسانو پر ضد به ایف آي آر درج کیږي او پاسپورټونه به یې هم لغوه کیږي. په غونډه کښې دا هم پرېکړه وشوه چې ډیپورټ شوي کسان به د پنځو کلونو لپاره د پاسپورټ کنټرول لیسټ کښې هم شامل شي. د وزیر داخلې محسن نقوي په لارښوونه د پاسپورټ قوانینو لا سخت او ښه کولو لپاره د کورنیو چارو وفاقي سیکرټري خرم آغا په مشرۍ یوه کمیټي جوړه شوه. . په غونډه کښې د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري، سیکرټري داخلې خرم آغا، ډي جي ایف آي اې او ډي جي پاسپورټ هم حاضر وو.