به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د بلوچ یکجهتی کمیټې مشر سمي دین بلوچ او څلور نور کسان د عامه نظم د ساتنې قانون (MPO) لاندې د ۳۰ ورځو لپاره نیول شوي دي.

دا نیونې په کراچۍ کښې د بلوچ یکجهتی کمیټې د دوشنبې ورځې له مظاهرې وروسته شوې دي. دا مظاهره د بلوچ يکجهتي کميټي د مشرانو په شمول د ډاکټر ماه رنګ بلوچ د نیولو او په کويټه کښې د یوې ناستې د ځپلو په غبرګون کښې وه.

پولیسو سمي او نور د دفعه ۱۴۴ مادې د سرغړونې په تور نیولي دي. کومه چې عامه غونډې منع کوي. د سیند حکومت د کورنیو چارو څانګې یو حکم جاری کړی چې په هغې کڅې یې اندیښنه ښودلې چې نیول شوي کسان عامه ګډوډي رامینځته کوي او د عامه خوندیتوب او سولې لپاره ګواښ دي.

په حکم کښې ویل شوي دي چې د سیند د پولیسو آئي جي د ۳۰ ورځو نیولو سپارښتنه کړې وه. پنځه نیول شوي کسان د کراچۍ په مرکزي زندان کښې ساتل کیږي. نور مظاهره چیان چې د MPO لاندې کيس ورباندې شوې دي. په هغوی کښې رزاق علي، عبدالوهاب بلوچ، شهزاد رب او سلطان حمل شامل دي.

د MPO په حکم کښې ویل شوي چې نیول شوي فعالین کولی شي د عامه خوندیتوب لپاره جدي خطر رامینځته کړي او د سولې او ارامۍ د خرابیدو لامل ش”.

په کراچۍ کښې لومړنۍ مظاهره چې په فواره چوک کښې ترسره شوه. د ریډ زون ته د ننوتلو هڅه وه. چې د پولیسو د مداخلې لامل شوه. دا د یو پولیس افسر په شکایت درج شوي ادايف-آئي-آر کښې ویل شوي دي. ۱۴۴ دفعه له وړاندې لګول شوې وه. چې د سړکونو د بندیدو او د سخت ترافیک جام لامل شوه.

په عین وخت کښې ضد مظاهرې هم ترسره شوې. چې ګډونوالو یې په بلوچ يکجهتي کميټي او منع شوې بلوچستان لبریشن آرمي (BLA) نیوکې کولې. د ۱۴۴ دفعي له محدودیتونو سره سره د دې ضد مظاهرو تنظیم شوی و. یوې ضد مظاهرې چې د کراچۍ پریس کلب ته نږدې وه. بلوچ يکجهتي کميټي او BLA د هند د استخباراتي ادارې RAW سره تړلې وښودلې. یوې بلې مظاهرې چې د زینب مارکیټ نږدې وه. دواړه ډلې د یوې سکې دوه مخونه وښودلې. دریمې مظاهرې له وسله والو ځواکونو سره پیوستون وښود. لکه څنګه چې ډان ورځپاڼې خبر ورکړی دی.

نور ولولئ