به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د اسراییلو او ایران ترمنځ د اوربند اعلان وکړ. خو څو ساعته وروسته یې دواړه هېوادونه د اوربند په ماتولو تورن کړل. ټرمپ په ځانګړې توګه پر اسراییلو سخت غبرګون وښود او په ټروت سوسيال (Truth Social) کښې یې په توندو ټکو ولیکل: اسراییل دي دا بمونه نه غورځوئ. که  وغورځوئ یې دا یوه لویه سرغړونه ده. خپل پایلټان ​​دا هم  اوس کور ته راوغواړئ!

دا اعلان پر تهران د اسراییلو د پلان شویو بریدونو له راپورونو وروسته وشو. چې د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاټز یې منل وکړ او د ایراني توغندیو توغول یې د اوربند سرغړونه وبلله. خو ایران د توغندیو توغولو رد کړ او ادعا یې وکړه چې د اوربند له ټاکل شوي وخت څخه ۹۰ دقیقې وروسته هم د اسراییلو بریدونه روان وو.

ټرمپ د ناټو سرمشریزې ته له تګ مخکې خبریالانو ته وویل چې له دواړو خواوو خوښ نه دی او ویې ویل چې د سرغړونو څخه خوښ نه دی. په ځانګړې توګه د اسراییلو له کړنو څخه چې د اوربند له منلو سمدستي وروسته یې بمباري بللې.

د سرغړونو له تورونو سره سره په ټول منځني ختیځ او نړۍ کښې د جګړې پای ته رسېدو ته پراخه هیله مندي وه. دا جګړه ۱۲ ورځې وړاندې د اسراییلو په ناڅاپي برید پیل شوې وه او دوه ورځې وروسته د امریکا په لاسوهنې سره نوره هم زوروره شوه.

۳۸ کلن ایراني رضا شریفې چې د خپلې کورنۍ له ایستلو وروسته تهران ته راستون شوی و. د اوربند په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چي مونږ خوښ یو، ډېر خوښ یو. چا منځګړیتوب وکړ او یا څنګه وشول. دا خبره مهمه نه ده. جګړه پای ته ورسېده. دا باید اصلاً نه وای پیل شوې. خو د تل ابیب یوه سافټویر انجنیر اریک ډایمنټ د شخړې له امله رامنځته شوې ویجاړي ته اشاره وکړه او ویې ویل چي له بده مرغه دا زما او زما کورنۍ لپاره یو څه ناوخته دی. ځکه چې زمونږ کور تېره یکشنبه په وروستیو بمباریو کښې په بشپړه توګه ویجاړ شو. خو لکه څنګه چې وايي ناوخته ښه ده او هیله لرم چې دا اوربند یوه نوې پیل وي. د اوربند له اعلان سره سره وضعیت لا هم کړکېچن دی.

نور ولولئ