به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د پاکستان د قامي امنیت کمېټۍ د هند هغه ګامونه رد کړل چې د پهلګام له حملې وروسته یې د پاکستان په ضد پورته کړي دي. کمېټۍ وویل چې دا ګامونه غیرمسؤولانه او سیاسي انګېزه لري. کمېټۍ دا هم وویل چې د پاکستان د اوبو بندولو هره هڅه به د جنګ عمل وګڼل شي او پاکستان د هر ډول تېري په وړاندې د ځان دفاع کولو توان او تیاری لري.

د پاکستان د امنیت په اړه تر ټولو لوړې کمېټۍ، قامي امنیت کمېټۍ، په اسلام اباد کښې د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه ترڅو د هند لخوا د پهلګام په حمله کښې د تورونو وروسته د پاکستان ځواب وټاکي. د دې غونډې مشري وزیراعظم شهباز شریف کوله او په کښې د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په ګډون سیاسي او امنیتي مشرانو برخه اخیستې وه.

د وزیراعظم د دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې ګډونوالو په پهلګام کښې د خلکو په وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړه.

خو کمېټۍ د حملې په ځواب کښې د هند لخوا د پاکستان په ضد پورته شوي ګامونه یو اړخیز، بې انصافانه، سیاسي انګېزه لرونکي، ډېر غیرمسؤولانه او له قانوني اساس څخه تش وبلل.

اعلامیه زیاتوي چي هند باید له دې ډول غمجنې پېښې څخه د خپلې ګټې لپاره د استفادې له وسوسې څخه ځان وساتي او د خپلو خلکو د امنیت په ساتلو کښې د خپلې ناکامۍ بشپړه ذمه واري په غاړه واخلي.

اعلامیه دا هم وايي چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د لومړۍ کرښې هېواد په توګه په هر ډول ترهګري غندي. په اعلامیه کښې زیاته شوې چې هند هڅه کوي چي د پاکستان سره په پوله بې ثباتي رامنځته کړي ترڅو د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان مبارزه بې لارې کړي.

اعلامیه زیاتوي چي د کومې باوري پلټنې او د تایید وړ ثبوت په نشتوالي کښې د پهلګام حملې سره د پاکستان تړلو هڅې بې بنسټه، بې منطقې او د عقل څخه لرې دي.

اعلامیه دا هم وايي چې هند په یو داسې تور لګولو بوخت دی چې د خپلې تنکۍ سیاسي اجنډا د پرمخ وړلو لپاره لوبه کوي. کوم چې په سیمه کښې د سولې مخه نیسي. اعلامیه د هندي رسنیو غیرمسؤولانه جنګ غوښتنې هم رد کړې او هغه یې د حکومت تر کنټرول لاندې وبلله.

اعلامیه زیاتوي چې کشمیر یوه نا حل شوې شخړه ده چې باید د ملګرو ملتونو د پرېکړو سره سم حل شي.

اعلامیه وايي چي پاکستان د کشمیریانو د خپل برخلیک ټاکلو د حق ملاتړ ته دوام ورکوي. په اعلامیه کښې زیاته شوې ده چې د کشمیریانو ځپل د هند د اشغال په وړاندې د طبیعي غبرګون لامل ګرځي.

دا بیان دغه راز د سیند د اوبو تړون په تعلیق کښې د هند اعلان رد کړ او زیاته یې کړه چې هیڅ داسې ماده نشته چې یو هیواد له تړون څخه ووځي.

کمیټې وویل چي اوبه د پاکستان لپاره یو حیاتي ملي ګټه ده. د ۲۴۰ ملیون خلکو او د هغوی د ژوند لپاره یو شریان دی او د هغوی شتون به په هر قیمت خوندي شي. کمیټې زیاته کړه چې پاکستان ته د بهیدونکو اوبو د اړولو یا غصبولو هره هڅه به د جګړې یو عمل وګڼل شي.

کمیټې د واهګه پولې د تړلو، د سارک د ویزې معافیت سکیم لاندې د ویزو ځنډولو پرته له سېکانو او د هند دفاعي، سمندري او هوايي سلاکاران غیر مطلوب شخصیتونه اعلان کړل.

کمیټې دا هم اعلان کړه چې له هند سره به ټولې سوداګرۍ وځنډول شي او د پاکستان هوايي حریم به د هندي ملکیت یا چلول شویو الوتکو لپاره وتړل شي.

بیان زیاته کړه چي د ملي امنیت کمیټې ټینګار وکړ چې پاکستان او د هغه وسله وال ځواکونه به په بشپړه توګه د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د هر ډول سرغړونې په وړاندې د دفاع لپاره بشپړ چمتو دي. په هرصورت هغې د سولې لپاره خپله ژمنه بیا تایید کړه او ویې ویل چې د حاکمیت سرغړونه به ونه زغمي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا دمخه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پاهلګام کښې په برید اندیښنه څرګنده کړې او د ژوند د ضایع کیدو له امله یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ملي امنیت کمیټې په دې اعلامیه کښې دا هم ویل شوي دي چې هیواد او د هغه وسله وال ځواکونه د هیواد د پولو او ګټو د ساتنې توان لري.

اعلامیه زیاتوي چي د پاکستان ملت سولې ته ژمن دی. خو هیڅکله به اجازه ورنکړي چې څوک د دوی حاکمیت، امنیت، وقار او د دوی نه ستنیدونکي حقوق تر پښو لاندې کړي.

دا غونډه وروسته له هغې ترسره شوه چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د امنیت په اړه د کابینې کمیټې په پاهلګام برید کښې د ۲۶ کسانو د وژل کیدو په اړه د پاکستان پر ضد د یو لړ اقداماتو اعلان وکړ.

غونډې پریکړه وکړه چې هند به له پاکستان سره د سیند د اوبو تړون وځنډوي. د واګا-اټاري پوله به وتړي او پاکستانیانو ته به د ویزې لاسرسی پای ته ورسوي.

په داسې حال کښې چې د هند اعلامیې په هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې د برید پړه پر پاکستان اچولې، خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه هیڅ سند نه دی وړاندې شوی.

نور ولولئ