امنیتي ځواکونو د اتوار په ورځ د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلع کښې په دوو جلا عملیاتو کې اوه ترهګر وژلي دي.
د انټرسروسز پبلک ریلیشنز (ISPR) له خوا په یوه بیان کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پراساس په درابن کښې عملیات ترسره کړل. په عملیاتو کې د ترهګرو یو پټ ځای په نښه شو چې په نتیجه کې یې څلور ترهګر ووژل شول.
امنیتي ځواکونو په مډي کې هم له ترهګرو سره جګړه وکړه چې پکې درې نور ترهګر ووژل شول.
ISPR زیاته کړه: “له خوارجو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي چې په سیمه کې یې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې فعاله برخه اخیستې وه.”
ISPR دا هم وویل چې د سیمې د پاکولو لپاره عملیات ترسره شول ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ترهګر په سیمه کې پاتې نه دي.
امنیتي ځواکونو تیر کال په ټول هیواد کې ۵۹۷۷۵ عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۹۲۵ ترهګر ووژل شول.